د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) ویلي، له ۲۰۲۴ کال د پیل څخه تراوسه، ۱۱۰ ټولنو ددې ادارې د ملاتړ او وړتیا لوړولو له پروګرامونو څخه ګټه اخیستې ده.
دغه سازمان د دوشنبې په ورځ، د میزان په ۲۱مه، په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د دې پروګرامونو موخه دا ده چې د ځایي خلکو وړتیا لوړه سي څو وکولای سي د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي رهبري خپل پر غاړه واخلي او د پېښو تر رامنځته کېدو مخکې د خپلو ټولنو خوندیتوب پیاوړی کړي. په اعلامیه کې راغلي، دا پروګرامونه په داسې ډول طرحه سوي چې د ځایي خلکو د مشارکت له لارې د خطر د کمولو، د بحرانونو د مدیریت او د ځواب ویلو مسؤلیت پخپله د هغوی په لاس کې وي. IOM ټینګار کړی چې دغه ډول اقدامات د ټولنو زیانمنېدنه راکموي او د هغوی د زغم یا مقاومت کچه لوړه وي.
د کډوالو نړیوال سازمان دا څرګندونې د طبیعي پېښو د خطر د کمولو د نړېوالې ورځې په مناسبت کړې دي. دغه ادارې همدارنګه د افغانستان د بشري وضعیت د نازکوالي په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې وروستیو زلزلو او د پاکستان څخه د افغان کډوالو د پراخ ستنېدو لړۍ د افغانستان انساني وضعیت لا پسې سخت کړی دی.




