د پاکستان لومړی وزیر یو ځل بیا طالبانو ته په قاطع غبرګون ګواښ وکړ

شهباز شریف، د پاکستان لومړي وزیر، یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د دغه هېواد پوځ به هر ډول ګواښ‌من اقدام ته «اغېزناک او مناسب» ځواب ورکړي.
د پاکستان لومړی وزیر یو ځل بیا طالبانو ته په قاطع غبرګون ګواښ وکړ

شهباز شریف، د پاکستان لومړي وزیر، یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د دغه هېواد پوځ به هر ډول ګواښ‌من اقدام ته «اغېزناک او مناسب» ځواب ورکړي.

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، شهباز شریف، د پاکستان لومړي وزیر، یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د دغه هېواد پوځ به هر ډول ګواښ‌من اقدام ته «اغېزناک او مناسب» ځواب ورکړي او د هیواد څخه په دفاع کې به هېڅ ډول سستي ونه منل سي. لومړي وزیر په خپل پیغام کې چې په ټولنیزه شبکه «ایکس» کې یې خپور کړی، لیکلي دي: «هغه ترهګریزې ډلې او د پاکستان د حکومت مخالف کسان چې د افغانستان دننه فعالیت کوي، د طالبانو له ملاتړه برخمن دي.»

شریف د طالبانو بریدونه «تحریکوونکي» وبلل او زیاته یې کړه: «پاکستان تمه لري چې طالبان به ډاډ ورکړي چې د افغانستان خاوره زموږ پر ضد د بریدونو لپاره نه کارېږي.» دغه څرګندونې وروسته له هغې سوې دي چې دوه شپې مخکې د طالبانو او د پاکستان د پوځیانو ترمنځ پوله ییزه جګړه رامنځته سوې وه. شهباز شریف ټینګار وکړ چې له پاکستان څخه دفاع د دولت سره کرښه ده او هر ډول ګواښ ته به مناسب ځواب ورکړل سي.

بیشتر بخوانید:  د پاکستان دفاع وزیر: طالبان د پاکستان د سیاستونو محصول وو، خو نور د باور وړ ندي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x