د طالبانو د کډوالو وزیر: د افغانستان کډوالو د دین د ساتنې لپاره مهاجرت کړی

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر څرګنده کړه چې هغه افغان کډوال چې په بهر کې ژوند کوي یا تازه هیواد ته راستانه سوي، د خپل دین د ساتنې لپاره یې مهاجرت کړی دی.
د طالبانو د کډوالو وزیر: د افغانستان کډوالو د دین د ساتنې لپاره مهاجرت کړی

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ مولوي عبدالکبیر، د طالبانو سرپرست حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر، په یوه غونډه کې چې د پاکستان د کډوالو چارو سلاکارانو سره ترسره سوه، وویل هغه افغانان چې په بهر، په ځانګړې توګه په پاکستان کې ژوند کوي یا تازه هیواد ته راستانه سوي، د خپل دین د ساتنې لپاره مهاجرت کړی وو. په دې غونډه کې د طالبانو استازو په پاکستان کې هم د اداري تشکیلاتو د سمون او د کډوالو لپاره د خدماتو د ښه‌والي په اړه وړاندیزونه وړاندې کړل.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x