د پاکستان د اطلاعاتو وزیر: طالبان نه مشروعیت لري، نه د خلکو ملاتړ

عطاالله ترار، د پاکستان د اطلاعاتو وزیر، ویلي چې طالبان نه یوازې د کورني مشروعیت څخه بې‌برخې دي، بلکې اوس د سیمې د امنیت لپاره په یوه جدي ګواښ بدل سوي دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر: طالبان نه مشروعیت لري، نه د خلکو ملاتړ

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، عطاالله ترار، د پاکستان د اطلاعاتو وزیر په تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغانستان خلک نور د دوی له واکمنۍ ملاتړ نه کوي. هغه دا خبرې د «جیو نیوز» ټلوېزیوني شبکې په خپرونه «نوی پاکستان» کې مطرح کړی دی، د طالبانو پر حکومت یې په بی ساری توګه نیوکه کړې، هغه ټینګار وکړ چې د طالبانو حکومت نه د خلکو پر ملاتړ ولاړ دی او نه د نړیوال مشروعیت وړ دی. ترار زیاته کړه: «د طالبانو داخلي مشروعیت له پوښتنې سره مخ دی او دغه ډله اوس د سیمې د ثبات لپاره یو جدي خطر ګڼل کېږي.» هغه د تاوتریخوالي د زیاتوالي، د پولو د بې‌ثباتۍ او د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه هم خبرداری ورکړ او د دې وضعیت د مهار لپاره یې د سیمه‌ییزو ګډو اقداماتو غوښتنه وکړه. د طالبانو او د پاکستان د پوځ ترمنځ د وروستیو نښتو له رامنځته کېدو وروسته، یو شمېر پاکستاني چارواکو او د ټولنیزو شبکو کاروونکو طالبان «د ترهګرو ملاتړي» بللي او له دې ډلې د پاکستان له څو کلن ملاتړ څخه ژوره پښیماني څرګنده کړې ده.

بیشتر بخوانید:  پاکستان: طالبان باید په افغانستان کې د ټول شموله حکومت پر جوړولو تمرکز وکړي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x