طالبانو د فېسبوک، انسټاګرام او سنیپ‌چټ فلټر کېدل تأیید کړل

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت تأیید کړې چې په افغانستان کې د ټولنیزو شبکو ځینې محتواوې فلټر سوې دي؛ د راپورونو له مخې، له پرون راهیسې د فېسبوک، انسټاګرام او سنیپ‌چټ کارونه له خنډ سره مخ سوې دي.
طالبانو د فېسبوک، انسټاګرام او سنیپ‌چټ فلټر کېدل تأیید کړل

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د طالبانو د سرپرست حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویلي چې د ټولنیزو شبکو یوه برخه فلټر سوې ده.

د راپورونو پر بنسټ، د فېسبوک، انسټاګرام او سنیپ‌چټ کاروونکو لاسرسی له پرون راهیسې ګډوډ سوی او دا شبکې یوازې د فلټرشکن په وسیله کارول کېدای سي.

باخبره سرچینې وایي، دا محدودیتونه زیاتره د مخابراتي شرکتونو د سیمکارتونو پر انټرنېټ تطبیق سوي دي.

د کابل او هرات اوسېدونکو راپور ورکړی چې د کورني انټرنېټ له لارې لا هم دا شبکې کارېدلی سي، خو د «سلام»، «روشن»، «افغان بېسیم» او «اتصالات» شرکتونو انټرنېټ محدود سوی دی.

طالبانو تر اوسه د دې اقدام رسمي دلیل نه‌دی وړاندې کړی، خو مخکې یې د بلخ ولایت د فایبر نوري انټرنېټ د پرېکون هدف «د منکراتو مخنیوی» بللی وو.

دا محدودیتونه د انټرنېټ او ټولنیزو رسنیو پر لاسرسي د پراخ بندیز یوه برخه ده چې د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر له نیمایي راهیسې پیل سوې او پکې د ټیک‌ټاک او پابجي بندیز، او د څو ولایتونو د فایبر نوري پرېکون هم شامل دي؛ نړیوال سازمانونه دا اقدامات د بشري حقونو سرغړونه او د سانسور د زیاتېدو هڅه بولي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x