د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د انرژۍ د همکاریو پراختیا

د افغانستان د برېښنا شرکت او د ترکمنستان لوړپوړي پلاوي په کابل کې د یوې ناستې پر مهال د برېښنا د لېږد او پېرلو دمهمو پروژو، په اړه خبرې وکړې او د خپلو دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا پر ژمنتیا یې ټینګار وکړ.
د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د انرژۍ د همکاریو پراختیا

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د برېښنا شرکت – برشنا – د اړیکو او عامه اړیکو ریاست اعلان کړی چې د دغه شرکت مشرتابه د افغانستان لپاره د ترکمنستان له سفیر خواجه اووزوف او د ترکمنستان د تخنیکي پروژو له عمومي رییس مراد آرتیکوف سره په یوه رسمي ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د برېښنا د لویو زیربنایي پروژو د پلي کولو په اړه خبرې کړې دي.

د برشنا اجرایي رییس صفی‌الله احمدزي د ناستې په پیل کې وویل: «د شراکت او متقابلې همکارۍ په روحيه کې به موږ وکولای سو په دې مهمه او حیاتي برخه کې نوي پرمختګونه او لاسته راوړنې ولرو.»

وروسته د ترکمنستان د تخنیکي پروژو عمومي رییس مراد آرتیکوف د برېښنا د تولید، لېږد او د شبکې د پراختیا په برخه کې د وروستیو پرمختګونو له امله خوښي څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې د روانو پروژو د پلي کولو بهیر باید دوام ومومي څو د افغانستان نوو سیمو ته برېښنا ورسول سي.

په دې ناسته کې د مهمو پروژو په اړه بحث وسو، لکه سیمه‌ییزه د «تاپ» پروژه، د هرات ولایت د نورالجهاد سب‌سټېشن ته د برېښنا لېږد، د بادغیس د بالا مرغاب ولسوالۍ او د فاریاب سرحدي ولسوالیو ته د برېښنا رسونه، د شبکې د پراختیا لګښتونه او د وروستیو تخنیکي ارزونو معلومات.

د ناستې په پای کې دواړو لورو د انرژۍ د همکاریو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ګډو تخنیکي او زیربنایي برېښنايي پروژو د پلي کولو بهیر به ګړندی کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x