د هېواد په ځینو سیمو کې فېسبوک ته لاسرسی محدود سوی

د افغانستان یو شمیر اوسېدونکي وايي چې فېسبوک او انسټاګرام ته لاسرسی، په ځانګړي ډول په کابل او مزارشریف کې، محدود سوی دی.
د هېواد په ځینو سیمو کې فېسبوک ته لاسرسی محدود سوی

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د افغانستان یو شمیر اوسېدونکو د ټولنیزو شبکو فېسبوک او انسټاګرام ته د لاسرسي د ستونزو په اړه خبر ورکړی، په ځانګړې توګه په کابل او مزارشریف کې.

دغو کسانو ویلي چې له څو ساعتونو راهیسې د دوی لاسرسی فېسبوک او انسټاګرام ته له محدودیت سره مخ سوی او نور نه سي کولای له دغو شبکو په عادي ډول استفاده وکړي.

تر اوسه طالبانو په دې اړه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی.

له دې وړاندې هم، پرون، په هېواد کې انسټاګرام ته لاسرسی په ځینو سیمو کې محدود سوی وو، او کاروونکي یو ځل بیا ټولنیزو شبکو ته د لاسرسي له پرله‌پسې ستونزو شکایت کوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x