د ناروی د کډوالو شورا له ۵۰ زرو څخه زیاتو زلزله‌ځپلو سره مرسته کړې

د ناروی د کډوالو شورا اعلان کړی چې د افغانستان ختیځو سیمو د ۵۰ زرو څخه زیاتو زلزه ځپلو ته یې بیړنۍ مرستې، لکه خېمې، بخارۍ او روغتیایي توکي برابر کړي دي.
د ناروی د کډوالو شورا له ۵۰ زرو څخه زیاتو زلزله‌ځپلو سره مرسته کړې

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د ناروی د کډوالو شورا (NRC) ویلي چې د افغانستان ختیځو سیمو د وروستیو زلزلو له ۵۰ زرو څخه زیاتو پاتې سویو کسانو ته یې عاجلې او بیړنۍ مرستې رسولې دي.

دې شورا د سه‌شنبې په ورځ، د میزان په ۱۵مه نېټه، په ټولنیزه شبکه «ایکس» کې لیکلي چې د مرستو بستې د خېمو، بخاریو، منقلونو، روغتیایي موادو او د سرپناه د لوازمو څخه جوړې وې چې د زیانمنو کورنیو ترمنځ وېشل سوې دي.

ددې بنسټ اعلامیه کې راغلي چې د ژمي د موسم له نږدې کېدو سره د زلزله‌ځپلو کورنیو لپاره د لا زیاتو او دوامدارو مرستو اړتیا ډېره سوې ده. د ناروی د کډوالو شورا له نړیوالو مرستندویو بنسټونو او ادارو غوښتي چې خپلې مالي او بشري مرستې پراخې کړي او د زیانمنو کورنیو د اوږدمهاله ملاتړ زمینه برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده، د اسلامي مرستو سازمان (Islamic Relief) په یوه تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې د سخت او یخ ژمي له رانږدې کېدو سره د ډېرو زلزله‌ځپلو کسانو ژوند له جدي خطر سره مخ دی او عاجلو مرستو ته سخته اړتیا لیدل کېږي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x