پاکستان او طالبانو د اقتصادي او امنیتي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

محمد صادق، د پاکستان ځانګړي استازي، د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په لیدنه کې د کابل او اسلام‌آباد تر منځ د اقتصادي، ترانزیټي او امنیتي اړیکو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.
پاکستان او طالبانو د اقتصادي او امنیتي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، محمد صادق، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي او امنیتي همکاریو د پراختیا پر اړتیا ټینګار کړی، څو د سیمې ثبات پیاوړی او ګډ اهداف وړاندې ولاړ سي.

ښاغلي صادق د سه‌شنبې په ورځ، د میزان په ۱۵مه نېټه، په خپل اېکس‌پاڼه لیکلي چې د «مسکو فارمت» د مشورتي غونډو په څنډه کې یې له امیرخان متقي، د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره مفصله او رغنده ناسته ترسره کړې ده.

هغه څرګنده کړې چې دا خبرې چې ۹۰ دقیقې دوام کړې، پر مهمو موضوعاتو متمرکزې وې، لکه سوداګري، ترانزیت، سیمه‌ییز امنیت او اقتصادي پراختیا.

د پاکستان ځانګړي استازي زیاته کړه چې دواړو لوریو د سیمه‌ییز اتصال د پیاوړتیا اهمیت ته اشاره کړې او موافقه یې کړې چې د سوداګرۍ او ترانزیت د اسانتیا لپاره عملي ګامونه، په ځانګړي ډول د ګمرکي بهیر د ښه‌والي او د زیربناوو د پیاوړتیا له لارې، وڅېړل سي.

هغه دا یادونه هم کړې چې د دواړو لوریو پلاوو د سیمې د امنیتي وضعیت، د ترهګرو ډلو د شتون، او د دې اغېزو په اړه چې پر سوداګرۍ او سرحدي همکاریو یې لري، خپل نظرونه تبادله کړي دي.

بیشتر بخوانید:  افغانستان او پاکستان په یوه حساسه لوبه کې له یو بل سره مخامخ کېږي

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x