د هېواد له بېلابېلو پولو د ۸۰۰ څخه زیاتو کډوالو کورنیو بېرته راستنېدل

۸۱۰ کډوالی کورنۍ پرون د ننګرهار د تورخم، د قندهار د سپین بولدک، د نیمروز د پل ابریشم او د هرات د اسلام‌قلعه له پولو څخه افغانستان ته بېرته راګرځیدلې دي.
د هېواد له بېلابېلو پولو د ۸۰۰ څخه زیاتو کډوالو کورنیو بېرته راستنېدل

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د مهاجرینو د ستونزو د حل عالي کمېسیون د سه‌شنبې په ورځ د میزان په ۱۵مه نېټه راپور ورکړی چې ۸۱۰ کډوالې کورنۍ د تېرې ورځې په ترڅ کې افغانستان ته بېرته راګرځیدلې دي.

د راپور له مخې، ۱۹۳ کورنۍ د ننګرهار ولایت د تورخم له پولې، ۴۲۹ کورنۍ د قندهار ولایت د سپین بولدک له لارې، ۵۰ کورنۍ د نیمروز ولایت د پل ابریشم له لارې، او ۱۳۸ کورنۍ د هرات ولایت د اسلام‌قلعه له لارې هېواد ته بېرته راستنې سوې دي.

دوه ورځې وړاندې هم نږدې زر کډوالی کورنۍ افغانستان ته بېرته راګرځېدلې وې. دا ستنېدنې په داسې حال کې دوام لري چې نړیوالو سازمانونو د بېرته ستنېدونکو د مېشتېدو او ملاتړ له ستونزو سره د مقابلې پر اړتیا ټینګار کړی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x