د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د طالبانو سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دې ډلې د امنیتي ځواکونو لهخوا د «رنجر» ډوله موټرو کارول درول کېږي. عبدالمتین قانع، د دې وزارت ویاند، د شنبې په ورځ، د میزان په ۱۲مه، په یوه ویډیويي پیغام کې چې په ایکس ټولنیزه شبکه کې خپره سوه، وویل چې د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه په غونډه کې پرېکړه وسوه چې د امنیتي ځواکونو لپاره نوي وسایط برابر سي. هغه زیاته کړه: «پلان دی چې داسې موټرونه چې د افغانستان له جغرافیې سره مناسب وي او د امنیتي دندو او خدمتونو په وړاندې کولو کې اغېزمن عمل وکړي، د رنجر موټرو پر ځای وکارول سي.» د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل چې اوسني وسایط، په ځانګړې توګه رنجرونه، جدي تخنیکي ستونزې لري او باید په لا مناسب او اغېزمنو وسایطو بدل سي، ترڅو ځواکونه وکولای سي خپلې امنیتي او خدماتي دندې په ښه ډول ترسره کړي. په تېرو کلونو کې، د رنجر ډوله موټرونه چې زیاتره د ناټو او د امریکا ځواکونو د حضور له وخته پاتې وو، د طالبانو د امنیتي ځواکونو لهخوا د اساسي وسایطو په توګه کارېدل.
- د رنجر موټرو بندول
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دې ډلې د امنیتي ځواکونو لهخوا د «رنجر» ډوله موټرو کارول بندېږي.

- 39
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=151832
- کې خپور شو 5:09 ب.ظ
- د خبر شمیره 151832
- 14 میزان 1404
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=151832
- کې خپور شو 5:09 ب.ظ
- د خبر شمیره 151832
- 14 میزان 1404
- آخرین بروزرسانی 17:09 - 14 میزان 1404
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

د خدمتونو بیا پیل؛ طالبانو په شپږو میاشتو کې له ۵۲۸ زرو څخه ډېر پاسپورتونه صادر کړي دي
13:37 - 30 میزان 1404

د افغانستان د زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د همکارۍ د هوکړهلیک لاسلیک
16:59 - 29 میزان 1404


د خوړو نړيوال پروګرام: د لوږې بحران په افغانستان کې ورځ تر بلې سختېږي
15:14 - 29 میزان 1404
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments