د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ انلین فن بوسویت، د بلجیم د مهاجرت او کډوالۍ وزیر اعلان کړی چې دغه هېواد غواړي له طالبانو سره خبرې وکړي ترڅو هغه افغان کډوال چې په غیرقانوني ډول په بلجیم کې مېشت دي یا جرم کړی، بېرته ستانه سي. د بلجیم د مهاجرت او کډوالۍ وزیر زیاته کړه چې دغه خبرې یوازې فني بڼه لري او د طالبانو د واکمنۍ د رسمیت پیژندلو معنا نه لري. هغه وویل چې د اروپا د اتحادیې ډېری هېوادونه د افغان کډوالو د بیرته استولو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي او هیله لري چې دغه هېوادونه یو ائتلاف جوړ کړي ترڅو د اوسني بنبست ماتولو کې مرسته وکړي. مخکې، د اتریش د فدرالي مهاجرت او کډوالۍ اداره هم د روان کال په پیل کې د افغان کډوالو په اړه د خبرو لپاره افغانستان ته تللې وه. د اتریش ترڅنګ، سویس او آلمان هم په تیرو میاشتو کې له طالبانو سره خبرې کړي او د دې ډلې ډیپلوماتان یې د کډوالو د ایستلو د بهیر د آسانتیا لپاره منلي دي. بلجیم هم د دغو هېوادونو سره یو ځای، غواړي ورته پروسه تعقیب کړي ترڅو هغه افغان کډوال چې غیرقانوني مېشت دي یا جرم کړی، په منظم ډول بېرته هیواد ته وګرځوي.
- اروپا او د طالبانو سره تعامل
د بلجیم د مهاجرت او کډوالۍ وزیر اعلان کړی چې دغه هېواد غواړي له طالبانو سره خبرې وکړي ترڅو هغه افغان کډوال چې په غیرقانوني ډول په بلجیم کې مېشت دي یا جرم کړی، بېرته ستانه سي.

- 58
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=151807
- کې خپور شو 3:15 ب.ظ
- د خبر شمیره 151807
- 14 میزان 1404
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=151807
- کې خپور شو 3:15 ب.ظ
- د خبر شمیره 151807
- 14 میزان 1404
- آخرین بروزرسانی 15:15 - 14 میزان 1404
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

د اندونیزیا له چارواکي سره د طالبانو د سفیر ټینګار پر سولې او ښه ګاونډیتوب باندې
17:37 - 1 عقرب 1404

ملاله یوسفزي د طالبانو سره تعامل «د افغانستان د ښځو سره خیانت» وبله
13:16 - 1 عقرب 1404

کارن یادو د هند د نوي سفیر په توګه په افغانستان کې وټاکل سو
12:44 - 1 عقرب 1404

مجاهد: امریکا د اوربند د ټینګښت لپاره له کابل سره اړیکه نیولې
18:22 - 30 میزان 1404
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments