د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د کرملین ماڼۍ ویلي چې ولادیمیر پوتین به د اکتوبر په نهمه نېټه تاجیکستان ته سفر وکړي ترڅو له امامعلي رحمان سره د افغانستان د تحولاتو او د دوه هېوادونو ترمنځ د سیمې د ګواښونو په وړاندې د امنیتي همکارۍ په اړه خبرې وکړي. سمیون ګریګوریف، د روسیې سفیر په تاجیکستان کې ویلي چې د افغانستان اړوند مسایل به د خبرو اترو اصلي محور وي. ګریګوریف زیاته کړه چې دواړه هېوادونه به د شانګهای د همکارۍ سازمان په چوکاټ کې د افغانستان په برخه کې همکاري وکړي، او د روسیې او تاجیکستان دفاع وزارتونه د روسیې د ۲۰۱ مې پوځي اډې د ظرفیت د پیاوړتیا او د تاجیکستان د وسله والو ځواکونو د نوي کولو هڅې څېړي. د ۲۰۱ پوځي اډې، چې د روسیې تر خاوري بهر تر ټولو لوی پوځي تأسیسات دي، وروسته له هغه چې طالبان د ۱۴۰۰ کال د اسد په میاشت کې په افغانستان واکمن سول، د تمریناتو او مشقونو په زیاتولو سره په عصري تجهیزاتو سره سمبال سوې دي. سرګئي شایګو، د روسیې د امنیت شورا منشي، مخکې له دې خبرداری ورکړی وو چې په افغانستان کې د نړیوالو ترهګرو ډلو له ۲۳ زرو زیات جنګيالي د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره جدي ګواښ دی.
- د کرملین تمرکز د منځنۍ آسیا په امنیت
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اکتوبر په نهمه نېټه تاجیکستان ته سفر کوي ترڅو له امامعلي رحمان، خپل سیال سره وګوري او د سیمې د تحولاتو، په ځانګړې توګه افغانستان، او د امنیتي همکارۍ په اړه خبرې وکړي.

- 47
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=151660
- کې خپور شو 1:45 ب.ظ
- د خبر شمیره 151660
- 13 میزان 1404
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=151660
- کې خپور شو 1:45 ب.ظ
- د خبر شمیره 151660
- 13 میزان 1404
- آخرین بروزرسانی 13:47 - 13 میزان 1404
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

د ایران اسلامي جمهوریت د طالبانو او پاکستان د اوربند هرکلی وکړ
15:10 - 27 میزان 1404

طالبانو او پاکستان د اوربند تړون لاسلیک کړ
14:50 - 27 میزان 1404

د اروپایي اتحادیې استازی په کابل کې؛ اروپا له طالبانو څه غواړي؟
12:57 - 24 میزان 1404

د چمن – سپین بولدک دروازه یوازې د بېرته ستنېدونکو کډوالو لپاره پرانیستل سوې
12:59 - 22 میزان 1404
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments