افغانستان ته د لږ تر لږه زر کډوالو کورنیو ستنېدل

د کډوالو د ستونزو د حل عالي کمیسیون راپور ورکړی چې په تېره یوه ورځ کې ۹۶۳ کډوالې کورنۍ د رسمي پولو له لارې افغانستان ته راګرځیدلې دي.
افغانستان ته د لږ تر لږه زر کډوالو کورنیو ستنېدل

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو د کډوالو د ستونزو د حل عالي کمیسیون ویلي چې ۹۶۳ کډوالې کورنۍ د رسمي پولو له لارو هېواد ته ستنې سوې دي. د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر آژانس هم د تلې په ۱۲مه، د دې کمیسیون له قوله راپور ورکړی چې ۵۸۰ کورنۍ د کندهار د سپین‌بولدک له لارې، ۳۱ کورنۍ د نیمروز د پل ابریشم له لارې او ۱۱۰ کورنۍ د هرات د اسلام‌قلعه له لارې هېواد ته ستنې سوې دي. یاد کمیسیون ټینګار کړی چې څلور ورځې مخکې هم له زرو زیاتې کورنۍ هېواد ته رسېدلې وې. د سیمې له هېوادونو د کډوالو د ستنېدو څپه لا هم روانه ده او په وروستیو ورځو کې زیاته سوې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x