د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، د افغانستان د فوټبال فدراسیون د فوټبال ملي لوبډلې ۲۳ لوبغاړو فهرست د پاکستان پر وړاندې د دوو حساسو لوبو لپاره اعلان کړ. د ملي لوبډلې ایټالوي سرمربي وینچنزو آلبرتو د ۲۳ کسیزې ډلې فهرست په لاندې ډول اعلان کړ: شریف محمدي (کاپیتان)، اویس عزیزی، فیصل حمیدی، عیسی عزیزی، محبوب حنیفی، عمید آرزو، محمد نعیم رحیمی، حبیبالله عسکر، الیاس منصور، سلیمان زرمتی، قمرالدین مازیار کوهیار، جمشید اچکزی، علیرضا پنهاهی، ذوالفقار نظری، رحمت اکبری، امید موسوی، یما شیرزاد، توفی سکندری، سید مرتضی فاطمی، حسین زمانی، امید پوپلزی، فرید سادات او جبار شرزه. دا سیالۍ د ۲۰۲۷ کال د آسیايي جام په دریم پړاو مقدماتي لوبو کې ترسره کېږي، او د افغانستان ملي لوبډله به د ۱۴۰۴ کال د میزان په ۱۷مه او ۲۲مه د پاکستان پر وړاندې میدان ته راوځي. سرمربي وینچنزو آلبرتو دا لوبغاړي په داسې حال کې ټاکلي چې افغانستان په دې پړاو کې په دوه مخکینیو لوبو کې له میانمار څخه په ۲–۱ او له سوریې څخه په ۱–۰ ماتې خوړلې او د پنځم ګروپ په درېیم مقام کې پرته له امتیازه پاتې دی. د دې ګروپ په جدول کې سوریه د دوو لوبو له شپږو امتیازو سره په سر کې ده، میانمار د شپږو امتیازو سره په دویم ځای کې دی، او افغانستان او پاکستان پرته له امتیازه په درېیم او څلورم ځایونو کې موقعیت لري.
- د افغانستان د فوټبال ملی لوبډلې لېست
د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان وکړ چې د فوټبال ملی لوبډلې لپاره د پاکستان پر وړاندې د ۲۰۲۷ کال د آسیايي جام په دریم پړاو مقدماتي سیالیو کې د ګډون کوونکو لوبغاړو فهرست خپور سو.

- 56
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=151536
- کې خپور شو 5:56 ب.ظ
- د خبر شمیره 151536
- 12 میزان 1404
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=151536
- کې خپور شو 5:56 ب.ظ
- د خبر شمیره 151536
- 12 میزان 1404
- آخرین بروزرسانی 17:56 - 12 میزان 1404
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

روحالله نظری د ۲۰۲۵ کال د ځوانانو د آسیايي لوبو د برونز مډال ترلاسه کړ
16:41 - 29 میزان 1404


د افغانستان تکواندو لوبغاړي د نړیوالو او آسیایي سیالیو لپاره روان سول
16:58 - 27 میزان 1404

راشد خان یو ځل بیا د نړۍ د توپاچوونکو د درجه بندۍ په سر کې ځای ونیوه
14:55 - 24 میزان 1404
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments