د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، د بحران نړیوالې ډلې په یوه تازه راپور کې ویلي چې د بهرنیو مرستو کمښت د افغانستان هغه بی ثباته اقتصاد له جدي ستونزو سره مخ کړی چې له لسیزو جګړو او لوېدیځو بندیزونو څخه یې زیان لیدلی دی. د سرچینې په وینا، دغه وضعیت د هغو میلیونونو افغانانو ژوند له خطر سره مخ کړی چې په بشري مرستو تکیه لري. طالبانو له واک ته د بیا رسېدو وروسته د وران اقتصاد د بیا جوړیدو هڅې کړې دي، خو د نړیوال ملاتړ کمښت دغه هڅې شنډې کړې دي. د دې ادارې په وینا، ښځې او انجونې تر ټولو ډېر د عامه خدماتو له کمښت او د فقر له زیاتوالي زیان ویني. د بحران نړیوالې ډلې ټینګار کړی چې د افغانستان پر وړاندې د اقتصادي محدودیتونو کمول کولای سي ددې هېواد په ځانبسیا کیدو کې مرسته وکړي. دغه ادارې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې خپلې تګلارې له سره وارزوي څو د افغانستان خلکو ته ملاتړ برابر او د بهرنیو مرستو پر ځای د ځانبسیا کیدو زمینه برابره کړي. ویل کیږي چې بندیزونه، د بهرنۍ پانګونې کمښت او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د بیکارۍ ډېرېدل د خلکو پر ژوند نور هم فشار زیات کړی دی. طالبانو تراوسه ددې راپور په اړه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی.
- په افغانستان کې د فقر زیاتیدل
د بحران نړیوالې ډلې خبرداری ورکړی چې د امریکا او نورو مرستهکوونکو هېوادونو له لوري د بشري مرستو د کمېدو له امله افغانستان د فقر او محرومیت په کړکېچ کې ښکېل سوی.

- 29
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=151513
- کې خپور شو 4:50 ب.ظ
- د خبر شمیره 151513
- 12 میزان 1404
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=151513
- کې خپور شو 4:50 ب.ظ
- د خبر شمیره 151513
- 12 میزان 1404
- آخرین بروزرسانی 16:50 - 12 میزان 1404
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

د خدمتونو بیا پیل؛ طالبانو په شپږو میاشتو کې له ۵۲۸ زرو څخه ډېر پاسپورتونه صادر کړي دي
13:37 - 30 میزان 1404

د افغانستان د زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د همکارۍ د هوکړهلیک لاسلیک
16:59 - 29 میزان 1404


د خوړو نړيوال پروګرام: د لوږې بحران په افغانستان کې ورځ تر بلې سختېږي
15:14 - 29 میزان 1404
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments