هند د لومړي ځل لپاره د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر کوربه‌توب کوي

هند د ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبان بېرته واکمن سوي، د لومړي ځل لپاره د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي کوربه‌توب کوي.
هند د لومړي ځل لپاره د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر کوربه‌توب کوي

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، د هند د بهرنیو چارو وزارت جمعه، د میزان ۱۱مه اعلان وکړ چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کمېټې امیرخان متقي ته په موقتی ډول د بهرنی سفر معافیت ورکړی دی. د ملګرو ملتونو د ۱۹۸۸ تحریمونو کمېټې، چې مشري یې پاکستان کوي، د متقي د سفر معافیت د اکتوبر له ۹مې تر ۱۶مې پورې تصویب کړی دی. ټاکل سوې ده چې نوموړی د اکتوبر په ۱۰مه په نوې ډهلي کې د هند له بهرنیو چارو وزیر سوبرامنیم جی شنکر سره وګوري. دا سفر د هند د عملی تګلارې په لړ کې یو مهم ګام بلل سوی دی، څو له کابل سره تعامل وکړي. په تېرو دوو کلونو کې، نوې ډهلي په دوحه او کابل کې له طالبانو سره محتاطانه خبرې کړي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x