د طالبانو د مخالفانو غونډه؛ د افغانستان او پاکستان سولې او ثبات سره نه بېلېدونکې اړیکه لري

د طالبانو مخالفانو له دوه ورځنۍ غونډې وروسته چې په اسلام‌اباد کې پای ته ورسېده، په یوې اعلامیه کې وویل چې د افغانستان او پاکستان سوله او ثبات سره نه بېلېدونکې اړیکه لري.
د طالبانو د مخالفانو غونډه؛ د افغانستان او پاکستان سولې او ثبات سره نه بېلېدونکې اړیکه لري

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو مخالفانو د آسلام‌اباد په دوه ورځنۍ غونډه کې په یوې اعلامیه کې ولیکل چې د افغانستان او پاکستان سوله او ثبات سره نه بېلېدونکې اړیکه لري. د هغوی په وینا، دغه غونډه په بې‌سارې توګه د دواړو هېوادونو د خلکو د ګډ برخلیک په اړه د پیاوړي اجماع سبب سوې ده. د جنوبي آسیا د ستراتېژیک ثبات انستیتوت او د افغانستان لپاره د ښځو بنسټ، چې د طالبانو د مخالفانو د اسلام‌آباد د غونډې جوړوونکي وو، د پنج‌شنبې په ورځ د میزان په ۱۰مه، په یوې اعلامیه کې وویل چې دا غونډه د دواړو هېوادونو د فعالانو ترمنځ د رښتینو او مخامخ خبرو بې‌ساری زمینه برابره کړه. جوړوونکو ددې غونډې اصلي موخه د متقابل درک پیاوړتیا، د همکارۍ د برخو پېژندنه، د ګډو امنیتي ننګونو او اقتصادي اړیکو لپاره د ګډو حللارو موندنه وبلله. په دې غونډه کې لږ تر لږه ۳۰ تنه د سیاسي جریانونو غړي، د مدني ټولنې فعالان او د افغانستان د پخواني حکومت چارواکي حاضر وو. په عین وخت کې، د پاکستان ۴۰ پخواني لوړپوړو چارواکو هم په دې غونډه کې ګډون وکړ. ماریا سلطان، د جنوبي آسیا د ستراتېژیک ثبات د انستیتوت مشرې، وویل چې د جیوپولیتیکي وضعیت په نظر کې نیولو سره، د ازادو او رښتینو خبرو د فضا رامنځته کول نه یوازې ګټور، بلکې ضروري هم دي. هغې د اسلام‌آباد د غونډې او د خبرو د بهیر ترسره کېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ د اعتماد او یووالي د رامنځته کولو لومړی عملي ګام وباله. د جنوبي آسیا د ستراتېژیک ثبات د انستیتوت مشرې زیاته کړه چې د اسلام‌آباد د خبرو بهیر د اغېزمنو غږونو په یو ځای کولو سره هڅه کوي د دواړو هېوادونو سیاستوالو، د مدني ټولنې فعالانو، پوهانو او بانفوذه څېرو ترمنځ اغېزمن پُلونه جوړ کړي. هغې وویل چې هغه د پام وړ ژمنتیا چې ټولو ګډونوالو څرګنده کړه، دا باور پیاوړی کوي چې ګډې ننګونې یوازې د خبرو اترو او ګډو حللارو له لارې حل کېدای سي. د افغانستان او پاکستان د سیاسي فعالانو او مدني ټولنې ګډه دوه ورځنۍ غونډه د میزان په ۷مه او ۸مه په اسلام‌اباد کې ترسره سوه. د دې غونډې ترسره کېدل لږ تر لږه درې ځله وځنډېدل؛ په پیل کې ټاکل سوې وه د جون په ۲۵ او ۲۶، بیا د جولای په ۲۵ او ۲۶ او وروسته د اګست په ۲۵ او ۲۶ ترسره سي. تر دې وړاندې، د دې غونډې د څو ځل ځنډېدو دلیل د طالبانو له مخالفانو سره د اسلام‌آباد د کوربه‌توب پر وړاندې د دې ډلې جدي مخالفت یاد سوی وو. فوزیه کوفي، د پخواني حکومت د ولسي جرګې غړې، مصطفی مستور، د افغانستان پخواني اقتصاد وزیر، نصیراحمد اندیشه، په ژنو کې د افغانستان دایمي استازی، احمدالله علیزي، د کابل پخوانی والي، عالیه یلماز، د اداري اصلاحاتو د کمېسیون پخوانۍ کمیشنره، او طاهر زهیر، د بامیان پخوانی والي، په دې غونډه کې ګډون وکړ. عبدالله قرلق او فریدون الهام، د ملي جنبش ګوند استازي، او معصومه خاوري، د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند استازې، هم د ګډونوالو له ډلې وو. زهرا جویا، خبریاله، او بشیراحمد انصاري، لیکوال او ديني څېړونکی، او یو شمېر نور افغان فعالان هم دې غونډې ته بلل سوي وو. زلمی خلیل‌زاد، د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي، د پاکستان دا اقدام چې دا غونډه یې جوړه کړه «غیرمسئولانه او د افسوس وړ» بللی وه. د اسلام‌اباد غونډه د « یووالي او اعتماد پر لور» تر عنوان لاندې ترسره سوه. د دې غونډې جوړوونکو ټینګار وکړ چې دا خبرې اترې به په یوه بهیر بدلې سي او دوام به پیدا کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x