د افغانستان په اړه د سیمه ییزو خبرو لپاره د پاکستان ځانګړی استازی تهران ته سفر وکړ

محمد صادق خان، تهران ته سفر کړی ترڅو د ایران له چارواکو سره وویني او د سیمه‌ییزو وروستیو پېښو ارزونه وکړي. دغه لیدنه همدارنګه د افغانستان په محور باندې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا ټینګار لري.
د افغانستان په اړه د سیمه ییزو خبرو لپاره د پاکستان ځانګړی استازی تهران ته سفر وکړ

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ محمد صادق خان، د افغانستان په چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړی استازی تهران ته د ایران د مسؤلینو سره د وروستیو سیمه‌ییزو پېښو په اړه د مشورې په موخه تللی دی. په دې سفر کې د افغانستان په محور به د سیمه‌ییزو وروستیو پېښو ارزونه او د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا پر لارو چارو تمرکز وسي. دا سفر د افغانستان په اړه د سیمې د وروستیو ډیپلوماټیکو هڅو په دوام ترسره سوی دی. د روان کال د سنبلې په ۲۱مه، د افغانستان په چارو کې د شانګهای د همکاریو سازمان د غړو هیوادونو ځانګړو استازو د دوه ورځو لپاره د دوشنبه ښار، د تاجیکستان په پلازمېنه کې غونډه وکړه. همدارنګه دوه ورځې مخکې د ملګرو ملتونو د اتیایمې عمومي غونډې په څنډه کې، د افغانستان په محور د ایران، چین، پاکستان او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو ګډه غونډه نیویارک کې ترسره سوه.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x