د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ باختر آژانس، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، د کډوالو د وزارت په حواله ویلي چې په تېره یوه ورځ کې ۹۱۰ کډوالې کورنۍ له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته ستنې سوي دي. د راپور له مخې، ۴۷۰ کورنۍ د تورخم له دروازې، ۲۸۳ کورنۍ د سپینبولدک له لارې، ۱۰ کورنۍ د نیمروز د ورېښمو له پل، ۶۶ کورنۍ د هلمند له بهرامچې او ۸۱ کورنۍ د اسلامقلعه له لارې هېواد ته ستنې سوي دي. د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر په داسې حال کې زور اخیستی چې نړیوالو سازمانونو تر دې وړاندې خبرداری ورکړی وو، که چېرې پراخ شمېر افغانان بېرته ستانه سي، د افغانستان د ټولنیزو او روغتیایي خدماتو محدود ظرفیت به کافي نه وي. دغو سازمانونو د عاجلو مالي سرچینو د برابرولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د ۲۰۲۳ د سپتمبر له میاشتې راهیسې، له ایران او پاکستان څخه تراوسه له ۴ میلیونه زیات افغانان افغانستان ته بېرته ستانه سوي دي.
- د کډوالو د بېرته ستنېدو څپه
رسنیو د کډوالو وزارت په حواله خبر ورکړی چې په تېره یوه ورځ کې ۹۱۰ کډوالې کورنۍ له پاکستان او ایران څخه د تورخم، سپینبولدک، اسلامقلعه او نورو پولو څخه افغانستان ته بېرته ستنې سوي دي.

- 123
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=150834
- کې خپور شو 4:05 ب.ظ
- د خبر شمیره 150834
- 7 میزان 1404
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=150834
- کې خپور شو 4:05 ب.ظ
- د خبر شمیره 150834
- 7 میزان 1404
- آخرین بروزرسانی 16:05 - 7 میزان 1404
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

د افغانستان د وګړو لپاره په ایران کې د کاري ویزو د صادرولو پیل
17:05 - 30 میزان 1404



په کراچۍ ښار کې د افغان کډوالو د استوګنیزو سیمو د ویجاړولو عملیات پنځمې ورځې ته ورسېدل
13:47 - 28 میزان 1404
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments