مولوي امیرخان متقي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، د پاکستان د جماعت اسلامي د ګوند له پلاوي سره چې د محمد ابراهیم په مشرۍ کابل ته راغلی وو، په لیدنه کې د طالبانو او پاکستان مثبتې اړیکې د دواړو لورو په ګټه وبللې او د پلاوو د تبادلې پر اهمیت یې په بېلابېلو کچو ټینګار وکړ. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یکشنبه سهار (د میزان ۶مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې مولوي امیرخان متقي، د دغه وزارت وزیر، د پاکستان د جماعت اسلامي د ګوند له پلاوي سره چې د محمد ابراهیم په مشرۍ کابل ته راغلی وو، لیدنه کړې ده. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو او پاکستان ترمنځ د پلاوو سفرونه په بېلابېلو سطحو کې مهم بللي او مثبتې اړیکې یې د دواړو لورو په ګټه بللې دي. د پاکستان د جماعت اسلامي د ګوند پلاوي د افغانستان او پاکستان د خلکو ترمنځ پر نږدېوالي ټینګار وکړ او د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو ښهوالی یې د دواړو هېوادونو د خلکو د ژوند د ښه کېدو لپاره ګټور وبله. دغه پلاوي همدارنګه هیله څرګنده کړه چې موجودې ستونزې د دواړو لورو ترمنځ له منځه ولاړې سي. د پاکستان د جماعت اسلامي د ګوند پلاوي دغه راز د دوه اړخیزو اړیکو ښهوالی د اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو عامل وباله او هیله یې څرګنده کړه چې موجود خنډونه به لرې سي.
- د طالبانو چارواکو او د پاکستان د جماعت اسلامي لیدنه
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان د جماعت اسلامي له پلاوي سره په لیدنه کې د افغانستان او پاکستان مثبتې اړیکې د دواړو لورو په ګټه وبللې.

- 53
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=150782
- کې خپور شو 11:43 ق.ظ
- د خبر شمیره 150782
- 7 میزان 1404
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=150782
- کې خپور شو 11:43 ق.ظ
- د خبر شمیره 150782
- 7 میزان 1404
- آخرین بروزرسانی 11:43 - 7 میزان 1404
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

د اندونیزیا له چارواکي سره د طالبانو د سفیر ټینګار پر سولې او ښه ګاونډیتوب باندې
17:37 - 1 عقرب 1404

ملاله یوسفزي د طالبانو سره تعامل «د افغانستان د ښځو سره خیانت» وبله
13:16 - 1 عقرب 1404

کارن یادو د هند د نوي سفیر په توګه په افغانستان کې وټاکل سو
12:44 - 1 عقرب 1404

مجاهد: امریکا د اوربند د ټینګښت لپاره له کابل سره اړیکه نیولې
18:22 - 30 میزان 1404
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments