د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو عامه چارو وزارت اعلان کړی چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د رېل پټلۍ له لارې انتقالات د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۱۱.۱۵ سلنه زیات سوي دي. د عامه چارو وزارت د ویاند محمد اشرف حقشناس د وړاندې سوو شمېرو پر بنسټ، د تېر کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د رېل پټلۍ د انتقالاتو ټول حجم ۱,۹۶۲,۶۵۹ متریک ټنه و، په داسې حال کې چې دا شمېر د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۲,۱۸۱,۵۴۴ متریک ټنو ته ورسېد. په دې موده کې لکه تېل، مایع ګاز، غنم، اوړه، غوړي او نور خوراکي او ساختماني توکي هېواد ته وارد سوي، او همدارنګه وچه مېوه، د انارو جوس، معدني ډبرې، کچالو او وریجې ترانزیت او صادر سوي دي. د عامه چارو وزارت مسوولینو د رېل پټلۍ د انتقالاتو ۱۱.۱۵ سلنه زیاتوالی د هېواد د اقتصادي پرمختګ نښه بللې او ټینګار یې کړی چې هر څومره د رېل پټلۍ د انتقالاتو او صادراتو کچه لوړه سي، هغومره به د کار موندنې فرصتونه ډېر، ملي عواید لوړ او د اقتصادي ثبات او ځان بسیاینې زمینه برابره سي. د عامه چارو وزارت همدارنګه اعلان کړی چې د مالونو د انتقال د اسانتیا او د سوداګرو لپاره د مناسبو شرایطو د رامنځته کولو هڅو ته به دوام ورکوي.
- د رېل پټلۍ انتقالاتو زیاتوالی
د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د رېل پټلۍ له لارې انتقالات د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۱۱.۱۵ سلنه زیات سوي او ۲ میلیونه او ۱۸۱ زره او ۵۴۴ متریک ټنو ته رسېدلي دي.

- 94
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=150599
- کې خپور شو 1:34 ب.ظ
- د خبر شمیره 150599
- 6 میزان 1404
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=150599
- کې خپور شو 1:34 ب.ظ
- د خبر شمیره 150599
- 6 میزان 1404
- آخرین بروزرسانی 13:34 - 6 میزان 1404
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه (پنج شنبه د 1404 کال د عقرب 1)
12:32 - 1 عقرب 1404

په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، پنج شنبه، د عقرب 1
12:26 - 1 عقرب 1404

د ژغورنې نړېواله کمېټه: افغانستان ښايي ۱۰ سلنه ناخالص ملي عاید له لاسه ورکړي
17:57 - 30 میزان 1404

د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه (چهارشنبه د 1404 کال د میزان30)
13:23 - 30 میزان 1404
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments