سید حسن نصرالله، د شهید حزبالله لبنان عمومي منشي، بې شکه د اسلامی نړۍ او منځني ختیځ د معاصرې نړۍ یو له ځانکړو او برخلیک ټاکونکو شخصیتونو څخه دی. هغه یوازې د یو نظامي قوماندان په توګه نه پیژندل کېږي، بلکې د فکري، فرهنګي او سیاسي مشر په توګه یې په لبنان کې د ملي هویت د بیا تعریف او د مقاومت د مرکز د موقف د ټینګښت په برخه کې مهمه ونډه ترسره کړې ده. په داسې شرایطو کې چې لبنان په شلمه پېړۍ کې د کلونو جګړو او قبایلي ویشونو سره مخ و، نصرالله په جامع لید سره وتوانېد چې حزبالله د یوه محدود شیعی جریان څخه د ملي مقاومت په مرکز بدل کړي. هغه د اسلامي او ملي ارزښتونو پر بنسټ د بېلابېلو قومونو ترمنځ اړیکې ټینګې کړې او د مقاومت نظر یې د لبنان د ټولنې د هویت یوه برخه وګرځوه. په ۲۰۰۰م کال کې د لبنان د سویل اشغال پای ته رسېدل او د صهیونیسټي رژیم په وړاندې ۳۳ ورځنۍ جګړه په ۲۰۰۶ کال کې، د لبنان او سیمې په معاصر تاریخ کې د پام وړ نقطه وه. دغه بریاوو نه یوازې د اسرائیل پر وړاندې نظامي ټینګښت ثابت کړ، بلکې د خلکو ملي ویاړ او د «استقلال او کرامت» احساس یې په لبنان کې پیاوړی کړ. نصرالله وښودله چې د ایمان، سازمان جوړونې او د ټولیزې ارادې پر بنسټ، د سیمې تر ټولو لوی نظامي ماشین سره مبارزه ممکنه ده. د سید حسن نصرالله یو مهم پاتې سوې ارزښت د حزبالله په جوړښت کې د یو منظم نظام جوړول دي؛ یو نظام چې پر ایمان، اخلاقو، انضباط او مسؤلیت تکیه درلوده. هغه د لبنان یو نسل تربیه کړ چې مقاومت یې یوازې د نظامي دندې په توګه نه، بلکې د ژوند یوه طریقه او د الهي ارزښتونو، عدالت او آزادۍ ژوره ژمنه وه. دغه تربیه سوی نسل نن د مقاومت له مرکز څخه د لبنان، فلسطین، عراق، سوریې او یمن په ټولو برخو کې څرګندیږي. سید حسن نصرالله داسې ارزښتونه په میراث کې پرېښودل چې یوازې د جګړې ډګر پورې محدود نه دي. هغه مقاومت ته د یوه نظامي ګروپ له سطحې څخه د فرهنګي، ټولنیز او تمدني جریان په توګه ارتقا ورکړه. مقاومت د ټولیزې حافظې، د ټولنې د پانګې او د لبنان د ملي هویت د سمبول په توګه ټینګ سو. په عین حال کې، د صهیونیزم او اشغالګرۍ پر وړاندې مبارزه چې هغه ترسیم کړه، لا هم د مقاومت د مرکز ځوانانو لپاره الهامبخښونکې ده. نن، د هغه د فکرونو او لارښوونو په رڼا کې، مقاومت نه یوازې په لبنان کې، بلکې په ټوله سیمه کې یو ژوندی او جاری حقیقت ګرځېدلی دی. حقیقي بریا دا ده چې د مقاومت مرکز ځوانان د سید نصرالله د پاتې سویو ارزښتونو څخه الهام اخلي، ځان د جهاد او عدالت د لارې وارثان بولي او د یوې راتلونکې چې پکښې اشغال او استبداد نه وی خبر ورکوي.
سید حسن نصرالله، د شهید حزبالله لبنان عمومي منشي، بې شکه د اسلامی نړۍ او منځني ختیځ د معاصرې نړۍ یو له ځانکړو او برخلیک ټاکونکو شخصیتونو څخه دی.

- 70
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=150585
- کې خپور شو 1:22 ب.ظ
- د خبر شمیره 150585
- 6 میزان 1404
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=150585
- کې خپور شو 1:22 ب.ظ
- د خبر شمیره 150585
- 6 میزان 1404
- آخرین بروزرسانی 22:34 - 10 عقرب 1404
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

د اربعین زیارت معنوي او سیاسي اغیزې د اسلامي امت په تحرک او یووالي باندې
13:53 - 24 اسد 1404

د طالبانو څلورم کلیزه او په نړیوال نظام کې د افغانستان ځای
18:24 - 21 اسد 1404

د پیژندلو دمخه، وړتیا راوړئ!
18:31 - 23 سرطان 1404

افغانستان، ترهګري او د پاکستان ترخه تجربه
18:03 - 21 سرطان 1404
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments