د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، ریچارد بنیټ د ملګرو ملتونو د ناستې په څنډه کې څرګنده کړه چې د افغانستان له حالاتو مستند راپورونه ددې لپاره حیاتي ارزښت لري چې نړیوال بحثونه د اغېزمنو عملي اقداماتو پر لور وهڅوي. هغه زیاته کړه، د دې اړتیا سته چې د افغانانو، په ځانګړي ډول د علماوو او اسلامي کارپوهانو، د لیدلورو د اورېدو لپاره نور فرصتونه برابر سي او باید ورته جدي پاملرنه وسي. د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د طالبانو له لوري د مدني ټولنې د ځپلو او د مخالفو ږغونو د چوپولو په اړه هم وویل چې د ګواښونو، وېروونکو کړنو او د غچ اخیستنې سره سره، د طالبانو اقدامات د نړیوالې ټولنې له سترګو پټ پاتې سوي نه دي او لا هم تر څار لاندې دي.
- د طالبانو له لوري د ښځو او مدني ټولنې ځپنه
ریچارد بنیټ، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ویلی، ښځې له زده کړو محرومول او د طالبانو تمرکز پر جهادي زده کړو د افغانستان د ځوان نسل راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ کوي.

- 63
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=150431
- کې خپور شو 5:44 ب.ظ
- د خبر شمیره 150431
- 5 میزان 1404
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=150431
- کې خپور شو 5:44 ب.ظ
- د خبر شمیره 150431
- 5 میزان 1404
- آخرین بروزرسانی 17:44 - 5 میزان 1404
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

د خدمتونو بیا پیل؛ طالبانو په شپږو میاشتو کې له ۵۲۸ زرو څخه ډېر پاسپورتونه صادر کړي دي
13:37 - 30 میزان 1404

د افغانستان د زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د همکارۍ د هوکړهلیک لاسلیک
16:59 - 29 میزان 1404


د خوړو نړيوال پروګرام: د لوږې بحران په افغانستان کې ورځ تر بلې سختېږي
15:14 - 29 میزان 1404
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments