د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ ځايي سرچینې په هلمند ولایت کې وایي چې طالبانو په رسمي ډول د ژوندي موجوداتو اړوند ویډیوګانو او انځورونو خپرول او نشرول منع کړي دي. سرچینو د پنجشنبې په ورځ، د میزان پر درېیمه، رسنیو ته ویلي چې دا حکم د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست او د شکایتونو د رسیدګۍ ادارې له خوا په یوه غونډه کې صادر سوی دی. د راپور پر بنسټ، طالبانو په دې غونډه کې د امر بالمعروف د قانون د ۲۲مې مادې په استناد، د ژوندي موجوداتو د انځورونو او ویډیو خپرول د شریعت خلاف بللي او منع کړي یې دي. دغه بندیز چې مخکې یوازې رسنیو او دولتي ادارو ته متوجه و، اوس ټولې رسنۍ او د ټولنیزو شبکو کاروونکي هم رانغاړي. ځايي سرچینو همدارنګه ویلي چې یو شمېر فعالانو په ټولنیزو شبکو کې اعلان کړی چې د دې حکم له صادرېدو وروسته یې خپلې تصویري چارې درولي دي. دا په داسې حال کې ده چې له نږدې دوو اونیو مخکې، د طالبانو د امر بالمعروف ریاست په کندهار ولایت کې هم ورته حکم صادر کړی و او رسنۍ یې له دې کار څخه منع کړې وې.
- د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز
ځايي سرچینې په هلمند کې وایي چې طالبانو په رسمي ډول د ژوندي موجوداتو د انځورونو او ویډیوګانو خپرول منع کړي دي.

- 69
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=150425
- کې خپور شو 5:25 ب.ظ
- د خبر شمیره 150425
- 5 میزان 1404
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=150425
- کې خپور شو 5:25 ب.ظ
- د خبر شمیره 150425
- 5 میزان 1404
- آخرین بروزرسانی 17:26 - 5 میزان 1404
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

د خدمتونو بیا پیل؛ طالبانو په شپږو میاشتو کې له ۵۲۸ زرو څخه ډېر پاسپورتونه صادر کړي دي
13:37 - 30 میزان 1404

د افغانستان د زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د همکارۍ د هوکړهلیک لاسلیک
16:59 - 29 میزان 1404


د خوړو نړيوال پروګرام: د لوږې بحران په افغانستان کې ورځ تر بلې سختېږي
15:14 - 29 میزان 1404
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments