طالبانو د ازادۍ، ښځو او بشري حقونو په اړه ۵۱ درسونه له درسي کتابونو حذف کړي

د طالبانو د معارف وزارت اعلان کړی چې ۵۱ درسونه چې د ازادۍ، بشري حقونو، د ښځو د حقونو، او سولې، د افغانستان د مکتبونو له درسي کتابونو لیرې سوي، ځکه چې د «اسلام د دین د دستوراتو او د دې ډلې د پالیسیو» سره په ټکر کې دي.
طالبانو د ازادۍ، ښځو او بشري حقونو په اړه ۵۱ درسونه له درسي کتابونو حذف کړي

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو د معارف وزارت ویلي چې ۵۱ درسونه د ازادۍ، د ښځو حقونو، بشري حقونو، بیرغ، مور، سولې او ورته موضوعاتو پورې تړلي، له درسي نصاب څخه ایستل سوي دي. دغه وزارت ویلي چې د دې موضوعاتو تدریس د «اسلام د دین د لارښوونو او د طالبانو د پالیسیو» سره په ټکر کې دی. د یوه لیک په اساس چې د طالبانو د معارف ریاست له لوري په کابل کې صادر سوی او یوه کاپي یې موږ ته رسېدلې، دا اقدام د لومړي ټولګي څخه تر دولسم ټولګي د کتابونو له ارزونې وروسته سوی او د ریاست‌الوزرا په تصویب نهایی سوی دی. په دغه لیک کې، د ولایتونو د معارف رئیسانو ته دنده سپارل سوې چې د دغو درسونو له تدریس څخه مخنیوی وکړي. د حذف سویو موضوعاتو په منځ کې، د وطن، ملي بیرغ، بشري حقونو، بشردوستۍ، د ښځو حقونو، مور، ډیموکراسۍ، سولې، د بودا مجسمو او د ګل‌سرخ د میلې درسونه شامل دي. همدارنګه، د طالبانو د دعوت او ارشاد ډلې د دې پرېکړې د تطبیق د څار مسئول ګرځول سوي دي. طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې په تعلیمي نصاب کې پراخ بدلونونه راوستي دي؛ ديني مضامین زیات سوي او سلګونه نوې دیني مدرسې جوړې سوې دي. په پوهنتونونو کې هم د اصلي مضامینو ساعتونه کم سوي او د «اسلامي ثقافت» ساعتونه درې برابره زیات سوي دي. دغه بدلونونه د افغانستان د وګړو او د یو شمېر نړیوالو هېوادونو اندېښنې راپورته کړي دي. د فارن پالیسي مجلې مخکې د طالبانو تعلیمي نظام «د طالبانو نوې اردو» بللی وو او خبرداری یې ورکړی وو چې دغه ډله مکتبونه په عملي ډول د قرآن د تدریس دیني مدرسو ته اړوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x