د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د بشر د حقونو د څار بنسټ د «حقوقي ابتکار» له غړو، چې استرالیا، کاناډا، جرمني او هالنډ پکې شامل دي، غوښتنه کړې چې خپلې ژمنې عملي کړي او د طالبانو پر وړاندې د ښځو او انجونو د حقونو د نقض په تور د عدالت په نړیواله محکمه (ICJ) کې دوسیه پر مخ یوسي. دغه بنسټ په یوه اعلامیه کې، د دې څلورو هېوادونو د حقوقي ابتکار د لومړۍ کلیزې په مناسبت، اعلان وکړ چې طالبانو ښځې او انجونې له خپلو بنسټیزو حقونو محروم کړي، نړیوال قوانین یې نقض کړي او باید ځواب ووایي. د بشر د حقونو د څار بنسټ یادونه وکړه چې په تېر یوه کال کې د اروپايي اتحادیې محکمه، د ملګرو ملتونو د ښځو د ټولو ډولونو د تبعیض د له منځه وړلو د کنوانسیون (CEDAW) کمېټه او نړیواله جزایي محکمه، د طالبانو کړنې «د جنسي ځورونې او تعقیب» په توګه توصیف کړي دي. دغه بنسټ خبرداری ورکړ چې د طالبانو د «عادي کولو بهیر» د اندېښنې وړ دی او یوازې د همغږې نړیوالې کړنلارې له لارې د افغانستان د ښځو حقونه بېرته راژوندي کېدای سي. د بشر د حقونو د څار بنسټ همدارنګه له نورو هېوادونو، په ځانګړي ډول د اسلامي همکارۍ د سازمان له غړو وغوښتل چې له دې حقوقي ابتکاره ملاتړ وکړي. یو کال وړاندې، استرالیا، کاناډا، جرمني او هالنډ اعلان کړی وو چې غواړي طالبان د ښځو او انجونو د حقونو د نقض له امله، د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو د نړیوال کنوانسیون (CEDAW) پر بنسټ، ځواب ویونکي کړي. دغه ابتکار کولای سي د نړیوالې محکمې په کچه د یوې دوسیې د جوړېدو لامل سي او طالبان د ښځو د خپلو حقونو د محرومولو په خاطر مسئول وګرځوي.
- د طالبانو لخوا د افغان ښځو ځپل
د بشر د حقونو د څار بنسټ له هغو هېوادونو چې د «حقوقي ابتکار» غړي دي، وغوښتل خپلې ژمنې عملي کړي او طالبان د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له منځه وړلو د کنوانسیون پر بنسټ، په نړیواله محکمه کې ځواب ویونکي کړي.

- 76
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=150343
- کې خپور شو 1:22 ب.ظ
- د خبر شمیره 150343
- 5 میزان 1404
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=150343
- کې خپور شو 1:22 ب.ظ
- د خبر شمیره 150343
- 5 میزان 1404
- آخرین بروزرسانی 13:22 - 5 میزان 1404
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

د خدمتونو بیا پیل؛ طالبانو په شپږو میاشتو کې له ۵۲۸ زرو څخه ډېر پاسپورتونه صادر کړي دي
13:37 - 30 میزان 1404

د افغانستان د زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د همکارۍ د هوکړهلیک لاسلیک
16:59 - 29 میزان 1404


د خوړو نړيوال پروګرام: د لوږې بحران په افغانستان کې ورځ تر بلې سختېږي
15:14 - 29 میزان 1404
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments