په روان کال کې د افغانستان سوداګرۍ ۳۰ سلنه زیاتوالی موندلی

د طالبانو سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د ۱۴۰۴ کال د لومړیو شپږو میاشتو په موده کې د افغانستان د سوداګرۍ حجم د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه زیات سوی.
په روان کال کې د افغانستان سوداګرۍ ۳۰ سلنه زیاتوالی موندلی

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد وویل چې په تیرو شپږو میاشتو کې د افغانستان سوداګریز حجم ۶.۷۸۳ میلیارده ډالرو ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی ښيي. د ده په وینا، د افغانستان صادرات په دې موده کې ۷۴۸ میلیونه ډالرو ته رسېدلي چې د تېر کال د ۶۸۵ میلیونو ډالرو په پرتله ۹ سلنه زیاتوالی ښيي. همدارنګه، واردات ۶ میلیارده او ۳۵ میلیونه ډالرو ته رسېدلي چې د ۲۱ سلنه زیاتوالي څرګندونه کوي. د افغانستان د صادراتو عمده توکي په دې موده کې انجیر، کشمش، زردالو، پسته، زعفران، انګور او مشروبات وو چې زیاتره یې پاکستان، هند، متحده عربي امارات، قزاقستان، قرغزستان، ترکیه، ایران، چین او عراق ته صادر سوي دي. په مقابل کې، د وارداتو مهم توکي تېل او ګاز، خوراکي مواد، ټوکر، ماشينونه، سمنټ او نور توکي وو چې له ایران، متحده عربي اماراتو، پاکستان، چین، ازبیکستان، ترکمنستان، روسیه، قزاقستان، مالیزیا او هند څخه راوړل سوي دي. دغه د پام وړ سوداګریز پرمختګ د دې څرګندونه کوي چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صادراتي بازارونو د پراخولو او د ملي اقتصاد د پیاوړتیا لپاره هڅې زیاتې کړي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x