د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د پاکستان دفاع وزیر د یوې خصوصي پاکستاني شبکې سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د افغان کډوالو شتون په پاکستان کې ډېرې ستونزې جوړې کړي او «تروریزم د افغانستان له خاورې پر پاکستان ترسره کېږي.» د آصف په وینا، اسلاماباد څو ځل د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې د هغو ترهګرو د مهار لپاره جدي ګامونه پورته کړي، چې د افغانستان له خاورې د پاکستان سوله ګډوډوي. د پاکستان دفاع وزیر همدارنګه د اسلاماباد او ریاض ترمنځ د دفاعي هوکړې یادونه وکړه او ویې ویل چې دغه تړون به د دواړو هېوادونو دفاعي اړیکې لا پیاوړې کړي. دا په داسې حال کې ده چې ډېری افغان کډوال د بېرته ستنېدو لپاره نه کور لري او نه هم په افغانستان کې د هغوی لپاره خوندي شرایط برابر دي. د دغو کډوالو جبري ایستل کولی سي د بشري او انساني حقونو پراخې ستونزې له ځان سره ولري.
- د افغان کډوالو ایستل له پاکستان څخه
خواجه محمد آصف، د پاکستان دفاع وزیر، په دې ادعا سره چې د افغان کډوالو شتون په پاکستان کې ستونزې او تروریزم رامنځته کړی، ټینګار وکړ چې ټول افغان کډوال باید خپل هېواد ته ستانه سي.

- 135
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=149979
- کې خپور شو 4:07 ب.ظ
- د خبر شمیره 149979
- 2 میزان 1404
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=149979
- کې خپور شو 4:07 ب.ظ
- د خبر شمیره 149979
- 2 میزان 1404
- آخرین بروزرسانی 16:07 - 2 میزان 1404
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

د افغانستان د وګړو لپاره په ایران کې د کاري ویزو د صادرولو پیل
17:05 - 30 میزان 1404



په کراچۍ ښار کې د افغان کډوالو د استوګنیزو سیمو د ویجاړولو عملیات پنځمې ورځې ته ورسېدل
13:47 - 28 میزان 1404
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments