د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې سیما باهوس، په عمومي اسمبلۍ کې په یوې ناستې کې خبرداری ورکړی چې د افغانستان ښځې او انجونې د روان بحران تر ټولو ستر بار پر اوږو وړي او اوس د تاوتریخوالي او لوږې له ګواښ سره مخ دي. نوموړې (سهشنبه، د میزان لومړۍ) د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په لوړ کچې ناسته کې چې د ښځو د څلورم نړیوال کنفرانس د دېرشمې کلیزې په مناسبت جوړه سوې وه، ټینګار وکړ: «ملګري ملتونه د افغانستان، کانګو، غزې، سوډان، اوکراین او یمن ښځو ته چې د ناورینونو بار پر اوږو وړي، پوروړی دی.» په همدې حال کې، د ښځو او انجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د موضوع ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي دي چې په افغانستان کې ښځې په قصدي او سیستماتیک ډول په نښه او له منځه وړل کېږي. دغه ناسته د ملګرو ملتونو د سرمنشي او د ګڼ شمېر هیوادونو د مشرانو په ګډون جوړه سوې وه چې تمرکز یې د ښځو د حقونو ملاتړ او د هغوی پر وړاندې د نړیوالو ننګونو پر مقابلې وو.
- ملګري ملتونه د افغانستان ښځو ته پوروړی دی
سیما باهوس، ویلی چې د افغانستان ښځې او انجونې د روان بحران تر ټولو ستر بار پر اوږو وړي او د تاوتریخوالي او لوږې له ګواښ سره مخ دي.

- 56
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=149944
- کې خپور شو 2:14 ب.ظ
- د خبر شمیره 149944
- 2 میزان 1404
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=149944
- کې خپور شو 2:14 ب.ظ
- د خبر شمیره 149944
- 2 میزان 1404
- آخرین بروزرسانی 14:14 - 2 میزان 1404
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

د خدمتونو بیا پیل؛ طالبانو په شپږو میاشتو کې له ۵۲۸ زرو څخه ډېر پاسپورتونه صادر کړي دي
13:37 - 30 میزان 1404

د افغانستان د زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د همکارۍ د هوکړهلیک لاسلیک
16:59 - 29 میزان 1404


د خوړو نړيوال پروګرام: د لوږې بحران په افغانستان کې ورځ تر بلې سختېږي
15:14 - 29 میزان 1404
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments