د راپورونو له مخې، په روان کال کې د لومړیو شپږو میاشتو پر مهال د ایران اسلامي جمهوریت له دوغارون پولې څخه افغانستان ته د توکو صادرات ۳۰ سلنه زیات کړي او ۴۷۱ زره ټنو ته رسېدلي دي. د دې صادراتو مالي ارزښت هم د ۶۰ سلنه زیاتوالي په ترڅ کې له ۵۹۶ میلیونه ډالرو اوښتی دی. حسین جمشیدي، د ایران د خراسان رضوي ولایت د تایباد ولسوال، (دوشنبه، د وږي ۳۱مه) د ایرنا خبري آژانس سره په خبرو کې وویل چې ساختماني توکي، خوراکي مواد، مېوې او سبزيجات، میلګرد، د نفتو محصولات او مایع ګاز د افغانستان لپاره د ایران له مهمو صادراتي توکو څخه دي. په مقابل کې، د افغانستان له لوري د غوړو دانې او ساختماني ډبرې تر ټولو ډېر واردات جوړوي. نوموړي زیاته کړه چې په همدې موده کې، ۴۹ زره ټنه توکي چې ارزښت یې له ۱۲۳ میلیونه ډالرو زیات دی، د افغانستان له لارې دوغارون ته ترانزیټ سوي دي. سربېره پر دې، ۸۵۸ زره ټنه توکي چې شاوخوا ۲.۴ میلیارده ډالره ارزښت لري، د نورو هېوادونو له لارې هم د دې رسمي پولې په مټ ترانزیټ سوي دي. جمشیدي د دوغارون د مهم اقتصادي رول یادونه وکړه، په ځانګړي ډول د ایران او افغانستان ترمنځ، او له دواړو لوریو یې وغوښتل چې د دوغارون او اسلامقلعه په پوله کې د سوداګریزو فعالیتونو د اسانولو لپاره ګډې هڅې وکړي. د تایباد ولسوال ټینګار وکړ چې د دې رسمي پولې د زیربناوو پراختیا کولای سي دایمي کاري فرصتونه رامنځته کړي او د سیمې اقتصادي وده تضمین کړي. اوس مهال هره ورځ له څلور زرو څخه ډېر کسان – چې پکښې موټرچلوونکي، مسافر، سوداګریز فعالان او اداري او خدماتي کارکوونکي شامل دي – د دوغارون د مسافرو په برخه کې تګ راتګ کوي. دغه لاره هر کال له یو میلیونه څخه ډېر قانوني مسافران د ایران او افغانستان ترمنځ لېږدوي.
- په دوغارون کې د سوداګرۍ د پام وړ وده
د روان کال په ترڅ کې د ایران د صادراتو حجم افغانستان ته ۳۰ سلنه زیات سوی او ارزښت یې ۶۰ سلنه لوړ سوی دی. دوغارون د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په پیاوړتیا کې مهم رول لري

- 38
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=149695
- کې خپور شو 11:39 ق.ظ
- د خبر شمیره 149695
- 1 میزان 1404
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=149695
- کې خپور شو 11:39 ق.ظ
- د خبر شمیره 149695
- 1 میزان 1404
- آخرین بروزرسانی 12:39 - 1 میزان 1404
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه (پنج شنبه د 1404 کال د عقرب 1)
12:32 - 1 عقرب 1404

په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، پنج شنبه، د عقرب 1
12:26 - 1 عقرب 1404

د ژغورنې نړېواله کمېټه: افغانستان ښايي ۱۰ سلنه ناخالص ملي عاید له لاسه ورکړي
17:57 - 30 میزان 1404

د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه (چهارشنبه د 1404 کال د میزان30)
13:23 - 30 میزان 1404
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments