له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر اوسه پورې تر درې میلیونه ډېر کډوال افغانستان ته راګرځیدلي

د ملګرو ملتونو د پرمختیا سازمان اعلان کړی چې له ۲۰۲۳ کال راپدېخوا تر درې میلیونه ډېر کډوال افغانستان ته راستانه سوي دي، چې د یو شمیر محدودیتونو او ننګونو سره مخ دي.
له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر اوسه پورې تر درې میلیونه ډېر کډوال افغانستان ته راګرځیدلي

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو د پرمختیا سازمان (UNDP)د شنبې په ورځ (سنبلې ۲۹مه) راپور ورکړی چې د ۲۰۲۳ کال سپتمبر راپدېخوا تر درې میلیونه ډېر کډوال چې پخوا د سیمې په هېوادونو کې مېشت وو، افغانستان ته راستانه سوي دي. دغه سازمان ویلي چې ډېری دغه کسان په تېرو لږ تر لږه دوولسو میاشتو کې بېرته راستانه سوي دي، داسې چې یوازې د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې له دوو میلیونو ډېر کډوال افغانستان ته ستانه سوي دي. د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ، زیات شمېر بېرته ستنېدونکي له جدي ستونزو سره مخ دي، چې پکښې د استوګنځای نشتوالی، د کار کموالی او د لومړنیو خدماتو د لاسرسي محدودیت شامل دي. هغه سیمې چې زیاتره کډوال یې منلي، پخپله هم په ستونزمن وضعیت کې دي او ددې نوې څپې د جذب وړتیا نه لري. په روغتیايي برخه کې، ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د افغانستان د روغتیا سیستم له سخت فشار سره مخ دی. د کډوالو پرله‌پسې کډې د ساري ناروغیو لکه نری رنځ، ملاریا او HIV د خپرېدو خطر زیاتوي. دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو د بېرته ستنېدو لړۍ لا هم روانه ده او افغانستان د اقتصادي بحران، د سرچینو د کمښت او د جګړو او طبیعي ناورینونو له پایلو سره لاس او ګرېوان دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x