په چمن، پاکستان کې د چاودنې له امله د سپین‌بولدک د تګ راتګ لاره بنده سوه

د چمن په سیمه کې د ځانمرګی برید له امله لږ تر لږه شپږ تنه وژل سوی، او د سپین بولدک پوله د تګ راتګ پر مخ تړل سوې ده.
په چمن، پاکستان کې د چاودنې له امله د سپین‌بولدک د تګ راتګ لاره بنده سوه

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د چمن په سیمه کې د یو ځانمرګی برید په پایله کې لږ تر لږه شپږ تنه وژل سوي او د سپین‌بولدک پوله د تګ راتګ پر مخ تړل سوې ده. د راپورونو له مخې، دا چاودنه د ډیورند کرښې ته نږدې د کډوالو د کمپ څنګ ته د جمعې په ورځ رامنځته سوې ده. د اکسپرس ټریبیون ورځپاڼې د شنبې ورځ، د سنبلې ۲۹مه، په راپور کې لیکلي چې د برید له امله د سپین‌بولدک د پولې دواړه خواوې د خلکو پر تګ راتګ تړل سوي او د برید د څېړنو لړۍ روانه ده. تر اوسه روښانه نه ده چې دا ځانمرګی برید د کومې ډلې له لوري او د څه موخې لپاره ترسره سوی. د کندهار طالب چارواکو تر دې دمه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x