ټرمپ او د بګرام خوب؛ د افغانستان پر لور له پوځی ګواښ تر د چین پر اټومي فعالیتونو د څار پورې

د ټرمپ د بګرام خوب تر واقعیت ډېر د کورني سیاست او نړیوال رقابت د وسیلې په څېر دی. دغه څرګندونې کړکېچونه زیاتوي، پرته له دې چې د بریا روښانه لید وړاندې کړي.
ټرمپ او د بګرام خوب؛ د افغانستان پر لور له پوځی ګواښ تر د چین پر اټومي فعالیتونو د څار پورې

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنۍ پالیسۍ په ډګر کې، ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د جنجالي څرګندونو له لارې افغانستان ته پام اړولی دی. د امریکا ولسمشر په دې وروستیو کې د بریتانیا د لومړي وزیر، کی‌یر استارمر، سره په ګډه خبري ناسته کې وویل چې حکومت یې هڅه کوي د بګرام هوايي اډه بېرته تر لاسه کړي.

دغه اډه، چې پخوا د امریکا د پوځي عملیاتو د زړه په توګه یادېده، اوس د تېرو ناکامیو او د راتلونکي ستراتېژیکو هیلو یو سمبول ګڼل کېږي.

ټرمپ د جو بایډن د واکمنۍ پر مهال د امریکایي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي سختې نیوکې وکړې او دغه پرېکړه یې «بیړنی خبر» وبلله. هغه ټینګار وکړ چې بګرام یوازې یوه پوځي اډه نه ده، بلکې داسې ستراتېژیک موقعیت لري چې د چین له اټومي ځایونو څخه یوازې یو ساعت لیرې دی.

د بګرام تاریخ د ۱۹۵۰ لسیزې ته ورګرځي، هغه مهال چې پخواني شوروي اتحاد دا جوړه کړه. دغه اډه د مسکو او کابل د اقتصادي همکاریو برخه وه او د هیمالیا د غرونو پر وړاندې د ستراتېژیک سنګر په توګه طرحه سوې وه. د دې جوړونه تر ۱۹۷۶ پورې روانه وه او د کنټرول برج او پرمختللې تاسیسات یې لرل چې د شوروي-افغان جګړې پر مهال یې مهم رول درلود.

له ۲۰۰۱ کال وروسته د امریکا او ناټو د یرغل پر مهال دغه اډه پراخه سوه. سره له دې چې امریکا د دې په لومړني جوړښت کې لاس نه درلود، ټرمپ اوس د دې د بېرته نیولو پر موضوع ټینګار کوي، خو د دې اډې پر تاریخي حقایقو د یادولو پر ځای ښکاره ده چې پر جاسوسي او د څار اړخونو ټینګار کوي. دغه موضوع د واشنګټن د ریښتینو نیتونو په اړه پوښتنې راپورته کوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x