زلمی خلیلزاد: د بندیانو د خوشې کېدو موضوع د امریکا او طالبانو د اړیکو د شرط په توګه مطرح ده

زلمی خلیلزاد، د بندیانو او یرغملانو خوشې کول د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو تر ټولو مهم خنډ بللی او ټینګار یې کړی چې دا موضوع باید ژر تر ژره حل سي.
زلمی خلیلزاد: د بندیانو د خوشې کېدو موضوع د امریکا او طالبانو د اړیکو د شرط په توګه مطرح ده

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ زلمی خلیلزاد، د افغانستان په چارو کې د امریکا پخواني استازي نن شنبه، د سنبلې په ۲۹مه، په ټولنیزه شبکه ایکس کې په یوه یادداشت کې لیکلي چې د بندیانو او یرغملانو خوشې کول د امریکا او طالبانو ترمنځ د اړیکو د پراختیا تر ټولو لوی خنډ دی.

هغه ټینګار وکړ: «دا موضوع باید په چټکۍ سره حل سي، ځکه د اړیکو ښه کېدل کولای سي دواړو لورو ته د پام وړ ګټې ولري.»

خلیلزاد روښانه کړه چې د امریکا له نظره، اساسي لومړیتوب د ترورېزم پر وړاندې مبارزه ده، او د طالبانو له نظره، له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو ننګونې د دې مسئلې د حل لپاره مهم دلیل بلل کېږي.

ویل کیږي چې نوموړی تر دې وړاندې، د سنبلې په ۲۲مه، له آدام بولر، د یرغملانو په چارو کې، د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي سره کابل ته سفر کړی و. د دې سفر اساسي محور په افغانستان کې د امریکایي یرغملانو د خوشې کېدو هڅې بلل سوې وي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x