یوناما: ملګري ملتونه د انجونو د زده‌کړې له حق ملاتړ کوي

یوناما ټینګار کړی چې زده‌کړه د بشر بنسټیز حق دی او د یونیسف او یونسکو سره یوځای به د افغان انجونو ملاتړ ته دوام ورکړي.
یوناما: سازمان ملل از حق آموزش دختران حمایت می‌کند

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د افغان انجونو د زده کړو له محرومیت څخه د څلورم کال په بشپړیدو سره، د ملګرو ملتونو د مرستندوی هیئت دفتر یو ځل بیا د انجونو د زده‌کړې د حق پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

یوناما د پنجشنبې په ورځ، د سنبلې په ۲۷مه، په یوه پیغام کې ویلي چې زده‌کړه یو اساسي بشري حق دی او دا اداره د افغانستان د ټولو انجونو د زده‌کړې د حق د ملاتړ ژمنه لري.

په دې پیغام کې همدارنګه ویل سوي چې د ملګرو ملتونو نور دوه بنسټونه، یعنې یونیسف او یونسکو هم د افغان انجونو د زده‌کړې د ملاتړ لپاره له هېڅ هڅې ډډه نه کوي.

یونیسف هم په یوه جلا پیغام کې د انجونو زده‌کړه «جدي اړتیا» بللې او په ټول افغانستان کې د ټولو انجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو غوښتنه کړې ده.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي، انتونیو ګوترش، په خپلو نوو څرګندونو کې د طالبانو چلند له ښځو او انجونو سره «احمقانه» او له منطق لیرې بللی دی.

سره له دې چې د طالبانو د بیا واکمنېدو څلور کاله تېر سوي، دغه ډله لا هم پر خپلو محدودوونکو تګلارو د ښځو پر وړاندې ټینګه ولاړه ده او د هغوی د زده‌کړې، کار او په ټولنیز ژوند کې د ګډون فرصتونه په سخت ډول محدود کړي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x