د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو وروستۍ پرېکړه چې د افغانستان په کچه د انټرنټ د محدودولو لپاره سوې، زرګونه زدهکوونکي او محصلین یې د انلاین ټولګیو له ګډونه محروم کړي دي.
یاد محدودیتونه د طالبانو د پراخې تګلارې یوه برخه بلل کېږي چې موخه یې په هېواد کې د انټرنټ او ډیجیټلي زدهکړو د لاسرسي کنټرول دی.
یوې زدهکوونکې ویلي: «کله چې طالبانو انټرنټ بند کړ، د انلاین ښوونځیو دروازې هم پر نجونو وتړل سوې. موږ د شپې لخوا هم هڅه وکړه چې درسي موادو ته لاسرسی ولرو، خو د انټرنټ ډېر کمزوری سرعت زموږ د زدهکړو مخه ونیوله.»
د یوه انلاین ښوونځي مسؤل هم تأیید کړی چې لسګونه ښوونکي او زدهکوونکي له افغانستان څخه نه دی توانیدلی چې په ټولګیو کې ګډون وکړي.
تر دې وړاندې، د انجونو د ښوونځیو (له شپږم ټولګي پورته) او پوهنتونونو د تړل کېدو وروسته، زرګونه زدهکوونکو او محصلینو انلاین زدهکړو ته مخه کړې وه.
د سرچینو په وینا، د طالبانو پرېکړه چې بېسیم انټرنټ بند کړي، د یوې پراخې برنامې برخه ده چې موخه یې په ټول هېواد کې د انټرنټ د خدماتو محدودول دي. تمه کېږي چې دا محدودیتونه نورو ولایتونو ته هم وغځېږي.
کارپوهان خبرداری ورکوي چې د انټرنټ محدودول، د زدهکړې ترڅنګ، پر اقتصاد او د افغانستان پر تخنیکي پرمختګ اوږدمهاله منفي اغېزې درلودلای سي.




