د انټرنیټی محدودیتونو پراختیا؛ د فایبر نوري انټرنیټ قطع کول ننګرهار ته هم ورسیده

د طالبانو محلي چارواکو په ننګرهار کې اعلان کړی چې د دې ولایت فایبر نوري انټرنیټ خدمات هم په نږدې وخت کې قطع کېږي
سیستم بانکداری بلخ به دلیل قطع اینترنت با اختلال گسترده مواجه شد

د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د انټرنیټ د لاسرسي د محدودولو د سراسري سیاست په دوام کې، د فایبر نوري انټرنیټ قطع کول ننګرهار ته هم رسیدلي دي.

قریشي بدلون، د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست آمر په ننګرهار کې، د چهارشنبې ورځ، ۲۶مه د سنبلې، تایید کړه چې د دې ولایت فایبر نوري انټرنیټ به لکه د نورو ولایتونو په څېر ودرول سي. د هغه په وینا، دا بهیر ښايي د هېواد نورو ټولو ولایتونو ته هم وغځېږي.

بدلون د دې پرېکړې دلیل «د اخلاقي فساد مخنیوی او د ټولنې اصلاح» ښوولی دی. په ورته حال کې، محلي سرچینو په لغمان کې ویلي چې له پرون راهیسې د انټرنیټ سرعت په دې ولایت کې په شدّت کم سوی او د کاروونکو لاسرسی آنلاین خدماتو ته د وړاندې پرتله ستونزمن سوی دی. هغوی خبرداری ورکوي چې احتمال لري طالبان په لغمان کې هم ورته محدودیتونه عملي کړي.

د فایبر نوري تیز انټرنیټ قطع کول لومړی ځل د دوشنبې په ورځ په څو ولایتونو کې عملي سو. همدارنګه، په نورو ځینو ولایتونو کې د موبایل سیم‌کارټونو انټرنیټ خدمات یا بشپړ قطع سوي یا د پام وړ سرعت کم سوی دی.

د طالبانو سرچینې ټینګار کوي چې دا پرېکړه د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د مستقیم هدایت په اساس عملي سوې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x