د افغانستان او ایران د چارواکو لیدنه او خبرې اترې د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پر محور

ملا عبدالغني برادر، په کابل کې له سید محمد اتابک، او ورسره مل پلاوي سره لیدلي او د چابهار بندر په ګډون د سوداګرۍ، ترانزیټ او پانګونې پر پراختیا یې ټینګار کړی دی
دیدار و گفتگوی مقامات افغانستان و ایران با تمرکز بر همکاری‌های تجاری و اقتصادی

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو د اقتصادي مرستیال مطبوعاتي دفتر د سه‌شنبې په ورځ، د سنبلې۲۵مه ۱۴۰۴، په یوه اعلامیه کې خبر ورکړی چې ملا عبدالغني برادر، د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال، له سید محمد اتابک، د ایران د اسلامي جمهوریت د صنعت، کانونو او سوداګرۍ له وزیر او ورسره مل پلاوي سره په کابل کې لیدلي دي.

د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیالۍ په وینا، په دې لیدنه کې دواړو لورو د سوداګرۍ، ترانزیټ، پانګونې، د چابهار بندر، او همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ اقتصادي کمیټې د لا اغېزمن فعالیت او کارکوونې په اړه هر اړخیزې خبرې کړې دي.

له بلې خوا، د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر هم پر دې ټینګار کړی چې تهران د بېلابېلو برخو په کچه د ګډو اقتصادي همکاریو او ګډې پانګونې د پیاوړتیا لپاره چمتووالی لري.

د راپورونو له مخې، ټاکل سوې ده چې د ایران پلاوی د طالبانو د سرپرست حکومت له مهمو ادارو، په ځانګړي ډول د کانونو، سوداګرۍ او عامه خدمتونو له وزارتونو، او همدارنګه د خصوصي سکتور له استازو سره لیدنې وکړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x