د بلخ وروسته، وار د کندهار سو؛ په کندهار کې د طالبانو په امر انټرنېټ بند سو

ځايي سرچینو په کندهار کې خبر ورکړی چې طالبانو په دې ولایت کې هم د انټرنېټ ته لاسرسی بند کړی دی.
د بلخ وروسته، وار د کندهار سو؛ په کندهار کې د طالبانو په امر انټرنېټ بند سو

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ ځايي سرچینو په کندهار کې خبر ورکړی چې طالبانو په دې ولایت کې هم انټرنېټ ته لاسرسی بند کړی دی؛ هغه اقدام چې په ټول افغانستان کې د انټرنېټي خدماتو د تدریجي بندېدو په اړه اندېښنې زیاتوي.

د ځايي سرچینو په وینا، طالبانو (سه‌شنبه سنبلې ۲۵مه) په کندهار ولایت کې د عامه انټرنېټ لاسرسی بند کړی دی. دا اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي چې له دې وړاندې په بلخ ولایت کې هم د همدې ډلې په امر د انټرنېټ خدمتونه بند سوي وو.

سرچینې وایي طالبانو پرېکړه کړی چې دغه محدودیتونه په تدریجي ډول د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم عملي کړي.

په کندهار کې د انټرنېټ بندېدل، چې د طالبانو سیاسي او سنتي مرکز بلل کېږي، د دې ډلې د ډیجیټلي فضا د کنټرول د پالیسیو د جدي کېدو څرګندونه کوي.

کاروونکو او مدني فعالانو خبرداری ورکوي چې د دې بهیر دوام کولای سي د ازاد لاسرسي، انلاین زده‌کړو او سوداګریزو فعالیتونو مخه په جدي ډول ډب کړي او پراخې ټولنیزې او اقتصادي پایلې ولري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x