پر انټرنیټ د طالبانو د محدودیتونو څپه په پنځو ولایتونو کې

معتبرې سرچینې وايي چې طالبانو په قندهار، ارزګان، هلمند، نیمروز او بلخ ولایتونو کې د بې‌سیم انټرنټ (وای‌فای) کارونه بند کړي دي.
گسترش محدودیت‌های اینترنتی؛ قطعی اینترنت فایبر نوری به ننگرهار رسید

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ طالبانو د دوشنبه ورځ سنبلې ۲۴مې راهیسې په پنځو ولایتونو کې د بې‌سیم یا «وای فای» انټرنټ مخه نیولې ده، چې پکښې قندهار، ارزګان، هلمند، نیمروز او بلخ شامل دي. دا ډول انټرنټ د بې‌سیم دستګاوو یا کورني مودمونو له لارې کاروونکو ته وړاندې کېده.

طالبانو په لومړي ګام کې د بلخ ولایت مرکز مزارشریف کې د فایبر نوري انټرنټ تړلی و. د طالبانو سرچینو تایید کړې چې دغه اقدامات د طالبانو د مشر، ملا هبت‌الله اخندزاده، په مستقیم امر عملي کېږي.

 راپورونو هم ښودلې چې د هېواد په کچه د فایبر نوري انټرنټ خدمات یا په بشپړ ډول پرې سوي او یا هم د جدي سرعت کمښت سره مخامخ دي.

کارپوهان خبرداری ورکوي چې که څه هم د انټرنټ محدودول کېدای سي د طالبانو لنډمهاله وسیله وي، څو د معلوماتو بهیر کنټرول او د آزاد لاسرسي مخه ونیسي، خو په اوږدمهال کې به پر اقتصاد، زده‌کړو او د ټکنالوژۍ پر پرمختګ درنې پایلې ولري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x