د کډوالو نړیوال سازمان: افغانستان په یو وخت کې له درې سترو ناورینونو سره مخ دی

د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) اعلان کړی چې افغانستان دا مهال په یو وخت کې د درې سترو بحرانونو سره لاس او ګرېوان دی، د کډوالو ستنېدل، د نړیوالو مرستو کمېدل او طبیعي آفتونه.
سازمان بین المللی مهاجرت: افغانستان هم‌زمان گرفتار سه بحران عمده است

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې؛ د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) خبرداری ورکړی چې د بهرنیو مرستو په کمېدو سره، دا اداره اړ سوې چې هغو ستنو سوو افغانانو ته خپلې مرستې راکمې کړي چې له زیاتو ستونزو سره مخ دي. دغه سازمان زیاته کړه چې یوازې د روان کال په اوږدو کې، نږدې دوه میلیونه افغانان بېرته هېواد ته ستانه سوي دي.

یاد سازمان څرګنده کړه چې افغانستان اوس له درې بحرانونو سره په یو وخت کې مخ دی – د کډوالو پراخ ستنیدل، د نړیوالو مرستو کمېدل او طبیعي آفتونه – چې دې وضعیت میلیونونه افغانان د فقر او بې‌سرپناهۍ له خطر سره مخامخ کړي دي او تر ټولو ډېر زیان یې ښځې ویني.

د سازمان په راپور کې ټینګار سوی چې د طالبانو له لوري پر ښځو لګېدلي محدودیتونه دغه ناورین لا پسې پېچلی کړی دی. د دې سازمان په وینا، طالبانو تازه د ملګرو ملتونو افغان ښځینه کارکوونکې دې ته نه دي پرېښې چې د کابل، هرات او مزارشریف په دفترونو کې کار ته ولاړې سي.

د راپور له مخې، هره ورځ تر ۴۰ زره پورې کسان افغانستان ته داخلېږي. ستنېدونکي له جدي ستونزو لکه بې‌کورۍ، د عاید نشتوالی، د اسنادو ضبط کېدل په پولو کې او د کاري فرصتونو کمښت سره مخامخ دي.

له بلې خوا، په ختیځ افغانستان کې وروستیو زلزلو چې له دوه زره او دوه سوه څخه زیات کسان یې قرباني کړي، د بېړنیو بشري اړتیاوو کچه لوړه کړې ده.

په همدې حال کې، ملګرو ملتونو د شاوخوا نیم میلیونه زیانمنو کسانو د مرستې لپاره نږدې ۱۴۰ میلیونه ډالرو بېړنۍ مرسته غوښتي ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x