طالبانو د ښځو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د نوي راپور په ځواب کې دا راپور “سیاسي او له واقعیت څخه لرې” بللی دی.
طالبان گزارش سازمان ملل درباره وضعیت زنان را رد کرد

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت دا راپور “سیاسي، غیر مسؤلانه او د ټولنې له واقعیتونو څخه لرې” بللی دی.

د اسد په ۱۸مه، د وزارت لخوا د شنبې په ورځ په خپره شوې ویډیو کې، د طالبانو د خیر او شر د مخنیوي وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر وویل: “په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه قضاوت باید د اسلامي ارزښتونو او د هیواد د کلتوري حساسیتونو په پام کې نیولو سره وشي، نه د لویدیځ معیارونو پر بنسټ.”

هغه ادعا وکړه چې د طالبانو سرپرست حکومت د ښځو د وضعیت د ښه کولو لپاره ګامونه پورته کړي دي، پشمول د جبري ودونو مخنیوی، د جہیز او میراث په مسلو کې د ښځو د حقونو ورکول، او د ځینو غلطو ټولنیزو دودونو سره مبارزه.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x