د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم ښځینه لوبغاړي په آسټرالیا کې د نړیوالو استعدادونو د موندلو سیالیو کې برخه اخلي

د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم ښځینه لوبغاړو چې آسټرالیا ته کډوال شوي دي د نړیوالو استعدادونو د موندلو سیالیو کې برخه اخیستې ده.
د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم ښځینه لوبغاړي په آسټرالیا کې د نړیوالو استعدادونو د موندلو سیالیو کې برخه اخلي

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د نړیوالو استعدادونو د موندلو سیالۍ تیره میاشت په آسټرالیا کې ترسره شوې.

دې پیښې د افغان ښځینه لوبغاړو لپاره یو فرصت برابر کړ چې خپلې وړتیاوې وښيي.

د می په میاشت کې، د فوټبال د اتحادیې نړیوال فډرېشن (فیفا) د کډوالو له ډلې څخه د افغان ښځینه ملي ټیم جوړول تصویب کړل.

تمه کیږي چې سږکال په نړیوالو دوستانه لوبو کې د ګډون لپاره یوه ۲۳ کسیزه لوبډله جوړه شي.

وروسته له هغه چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان کنټرول ترلاسه کړ، د ملي ټیم ډیری ښځینه لوبغاړو په آسټرالیا کې پناه واخیسته.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x