د جرمني صدراعظم: موږ طالبان نه پیژنو

د جرمني صدراعظم فریدریش میرټز اعلان وکړ چې برلین د طالبانو د رسمیت پیژندلو یا له دې ډلې سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د ټینګولو هیڅ پلان نلري. دا څرګندونې له جرمني څخه افغانستان ته د ۸۱ افغان کډوالو د راستنیدو وروسته وشوې.
نخست‌وزیر آلمان: طالبان را به‌رسمیت نمی‌شناسیم

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د جرمني صدراعظم فریدریش میرټز ویلي چې د جرمني حکومت د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو هیڅ پلان نلري او له دوی سره د ډیپلوماتیکو اړیکو جوړول په اجنډا کې نه دي.

ښاغلي میرټز دا څرګندونې د جمعې په ورځ، د سرطان په ۲۷مه، په برلین کې د دوبي په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وکړې او ټینګار یې وکړ: “داسې هیڅ شی نشته [د طالبانو په رسمیت پیژندل] او نه شي کیدای.”

هغه زیاته کړه چې جرمني به د طالبانو د سرپرست حکومت په وړاندې خپل روښانه او ثابت سیاست ته دوام ورکړي او په دې پالیسۍ کې د بدلون هیڅ نښه نشته.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x