د طالبانو پلاوی د ایکو په ۱۷مه غونډه کې د ګډون لپاره اذربایجان ته سفر وکړ

د طالبانو د اقتصادي چارو وزارت مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د اقتصادي همکارۍ سازمان (ایکو) په ۱۷مه غونډه کې د ګډون لپاره د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ اذربایجان ته سفر وکړ او ټاکل شوې ده چې د دې هېواد له چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراخولو په اړه خبرې وکړي.
سفر هیأت طالبان به آذربایجان برای اشتراک در هفدهمین نشست اکو

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د اقتصادي چارو وزارت مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د اقتصادي همکارۍ سازمان (ایکو) په ۱۷مه غونډه کې د ګډون لپاره د لوړ پوړي اماراتي پلاوي په مشرۍ دغه هېواد ته سفر وکړ، چې د ۲۰۲۵ کال د جولای له ۳ څخه تر ۴ پورې به د اذربایجان جمهوریت کوربه وي.

د اقتصادي چارو لپاره د لومړي وزیر د مرستیال دفتر په وینا، د ایکو په غونډه کې د ګډون او وینا سربیره، پلاوی به د یو شمېر اذربایجاني چارواکو سره وګوري ترڅو په سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراخولو په اړه بحث وکړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x