د طالبانو او مالیزیا استازو د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا او پراخولو ټینګار وکړ

د افغانستان لپاره د مالیزیا ځانګړي استازي د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست سره په لیدنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراختیا او د همکارۍ پیاوړتیا په اړه بحث وکړ.
د طالبانو او مالیزیا استازو د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا او پراخولو ټینګار وکړ

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د چارو لپاره د مالیزیا ځانګړي استازي داتو احمد اعظم د ۱۴۰۴ کال د سرطان په ۸مه، د یکشنبې په ورځ په کابل کې د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي سره د یوه پلاوي په مشرۍ وکتل.

د بهرنیو چارو وزارت د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، په دې غونډه کې، دواړو خواوو د افغانستان او مالیزیا ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، کلتوري او مذهبي اړیکو د پراختیا په اړه نظرونه تبادله کړل.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x