د پاکستان پارلمان پر ایران د اسراییلو د برید د غندلو او د تهران د ملاتړ په اړه پریکړه لیک تصویب کړ

د پاکستان ملي شورا په متفقه توګه د ایران په اسلامي جمهوریت د صهیونیسټ رژیم د ترهګریز برید د غندلو پریکړه لیک تصویب کړ.
د پاکستان پارلمان پر ایران د اسراییلو د برید د غندلو او د تهران د ملاتړ په اړه پریکړه لیک تصویب کړ

د معمار پرس د خبر له مخې؛ دا پریکړه لیک، چې د جمعې په ورځ تصویب شو، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د اسلامي همکاریو سازمان د بیړنیو غونډو غوښتنه هم وکړه.

د پاکستان د ملي شورا د رییس سردار ایاز صادق په مشرۍ د پارلمان په پرانیستې غونډه کې، هیواد یو ځل بیا اعلان وکړ چې هیڅکله به اسراییل په رسمیت ونه پیژني او دا رژیم به “ترهګر رژیم” وګڼي.

په پریکړه لیک کې ویل شوي چې د جوزا د ۲۳مې نیټې د جمعې په سهار پر ایران د اسراییلو برید د ملګرو ملتونو د غړي هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت ښکاره سرغړونه ده او د سازمان د منشور او نړیوال قانون سره هم په ټکر کې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x