د ایران ستر لارښود: صهیونیسټ رژیم به له سختې سزا سره مخ شي

د ایران رهبر ایت الله خامنه ای: صهیونیسټ رژیم جرم کړي او له سختې سزا سره به مخ شي.
د ایران ستر لارښود: صهیونیسټ رژیم به له سختې سزا سره مخ شي

د جوزا په ۲۳مه د جمعې په سهار د ایران په مختلفو سیمو باندې د اسراییلي رژیم د هوایي بریدونو وروسته، د ایران د اسلامي جمهوریت مشر ایت الله سید علي خامنه ای په یوه پیغام کې بریدونه “جنایتکار” وبلل او ټینګار یې وکړ چې اسراییلي رژیم باید د “سختې سزا” تمه ولري.

په دې پیغام کې، د ایران مشر وویل چې صهیونیسټ رژیم د استوګنې سیمو او علمي مرکزونو په نښه کولو سره خپل اصلي او تاوتریخوالی مخ تر بل هر وخت ډیر څرګند کړی دی.

ایت الله خامنه ای زیاته کړه:

“په دې جرم کې یو شمیر ایراني پوځي قوماندانان او ساینس پوهان شهیدان شوي دي، خو د دوی همکاران او ځای ناستي به سمدلاسه خپلې دندې ترسره کړي.”

هغه ټینګار وکړ چې د ایران د اسلامي جمهوریت وسله وال ځواکونه په بشپړ واک سره د دې برید په وړاندې ولاړ دي او د اسراییلو دا عمل به بې ځوابه نه پریږدي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x