امریکا به زرګونه بې سنده کډوال ګوانتانامو بې ته انتقال کړي

د امریکا د رسنیو راپورونه ښيي چې د ټرمپ اداره پلان لري چې شاوخوا ۹۰۰۰ بې سنده کډوال په کیوبا کې د ګوانتانامو بې پوځي اډې ته انتقال کړي.
امریکا به زرګونه بې سنده کډوال ګوانتانامو بې ته انتقال کړي

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پولیټیکو او واشنګټن پوسټ په وینا، د امریکا حکومت د ګوانتانامو سمندري اډې ته د لږترلږه ۹۰۰۰ بې سنده کډوالو د لیږدولو په اړه غور پیل کړی دی.

دا شمیره د هغو ۵۲۰ کډوالو په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښیي چې د جنوري راهیسې دې اډې ته لیږدول شوي دي.

د پولیټیکو په وینا، پلان ممکن د دې اونۍ په پیل کې پلي شي او نور کډوال هم پکې شامل وي.

دا اقدام د ټرمپ ادارې د پراخ پلان یوه برخه ده چې له امریکا څخه بې سنده بهرنيان وباسي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x